ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ٥٠سلنه کم شوى

14 Feb 2012 - 14:24
14 Feb 2012 - 14:24

اسعداباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د کونړ د ښځو چارو رياست وايي، چې د ثبت شويو پېښو له مخې،په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى پنځوس سلنه کم شوى دى.

دغه څرګندونې د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې نسيمې شفيق سادات له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغې زياته کړه،چې سږ کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اته پېښې ثبت شوي، چې تېر کال په دې موده کې ياده شمېره پنځلس وه.

مېرمن سادات په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمېدو لامل د دوى لخوا د عامه پوهاوي د زياتو غونډو جوړول او په دې برخه کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو مرسته او همکاري په ګوته کړه.

نوموړې زياته کړه: ((په ټوليزه توګه په کونړ کې د تاوتريخوالي کچه کمه شوې ده، سږ کال چې کومې قضيې موږ ثبت کړې، قضايي نه دي، چې څارنوالۍ ته معرفي شي، ډېرى يې حقوقي مسايل دي ، چې موږ يې په خپله د هوارولو هڅه کوو.))

خو په ختيځ کې د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ د څانګې مسووله مېرمن صبرينا حميدي بيا وايي، چې په افغانستان کې د نا امنيو له امله په کره توګه سروې نه شي کولى، چې په کومه سيمه کې کموالى يا زياتوالى راغلى دى.

نوموړې پژواک ته وويل: ((زه نه پوهېږم، چې د کونړ د ښځو چارو رييس د کومې سروې يا کومو معلوماتو له مخې وايي، چې هلته پنځوس سلنه کموالى راغلى دى.))

د حميدې په وينا، له دوى سره د تاوتريخوالي د ثبت شويو پېښو کموالى د تاويريخوالي کموالى نه په ګوته کوي، کېداى شي يواځې له دوى سره داسې پېښې کمې ثبت شوې وي، خو ولې تاوتريخوالي اوس هم د ښځو پر وړاندې يو جدي ګواښ دى، چې د دې لامل کېداى شي کولتوري محدوديتونه او په ادارو کې د خلکو ستونزو ته کمه پاملرنه و اوسي.

بلخوا د کونړ يو شمېر مېرمنې خپلو ستونزو ته په اشارې سره بيا وايي، چې اوس هم د دوى پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې پرتې دي، ښوونځيو ته د نجونو نه لاسرسى، په بدو کې ورکول او په کم عمر کې ودول يادولى شو.

د کونړ د مرکز اسعداباد ښار يوه اوسېدونکې فرشته نورزۍ وايي، چې اوس هم په کونړ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي شته.

هغې زياته کړه: ((نجونې مکتب ته لاسرسى نه لري، کتابخانې نشته، نجونې د ډېر عمر خلکو ته ودول کېږي، په بدو کې ورکول کېږي.))

د نوموړې په وينا، د کونړ په لرو پرتو سيمو کې پر ښځو درانه او شاقه کارونه کېږې، حتى د دهقانۍ کارونه هم پرې کېږي، چې دا ټول د ښځو پر وړاندې لوى تاوتريخوالى دى.

فرشته وايي: ((زما په نظر پېښې کمې شوې نه دي، بلکې لا ډېرې شوي، موږ نه پوهېږو چې د ښځو چارو رييسه د چا له خولې دا خبره کوي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى کم شوى دى.))

د اسعداباد يوه بله مېرمن نجيبه، چې د پنځو اولادونو مور ده، دا مني چې په کونړ کې د ښځو پر وړاندې تاويريخوالى شته، خو نوموړې وايي، چې د نورو ولايتونو په څېر پر مېرمنو باندې جنسي تيري او د سوځونې پېښې په کونړ کې نه ليدل کېږي.

هغې پژواک ته وويل، چې وړې وړې پېښې شته، دلته که پر ښځو هر ډول سختي وي، دوى يې پر ځان تېروي، خو د ځان او کورنۍ نوم نه بدوي، چې حکومت ته عارضې شي.

نوموړې زياته کړه: ((که کومه ښځه قضا او يا د ښځو چارو رياست ته عارضه شي، د دې پر ځاى چې ستونزه يې هواره شي، نوره يې هم ستونزه زياتېږي.))

د کونړ د ښاري محکمې رييس قاضي محب الله بيا وايي، چې تر دغه مهال له دوى سره په محکمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه دوسيه نشته.))

د کونړ د مرکزي زندان مدير ډګروال سميع الله وايي، چې تر اوسه د کونړ زندان ته د محکمې لخوا دوه مېرمنې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ور پېژندل شوې وې، چې دواړه يې د ننګرهار زندان ته لېږدولې دي.

هغه زياته کړه: ((په زندان کې د ښځو لپاره ځاى لرو، خو د ښځينه پوليسو نه شتون د دوى لپاره يوه ستونزه ده او له همدې کبله موږ زنداني مېرمنې د جلال اباد زندان ته استوو.))

د يادونې ده، چې دوه مياشتې مخکې په مرکز اسعداباد کې يوه اتياکلن سړي خپله مېرمن د تبرګي په وسيله وژلې وه.

د کونړ چارواکي په داسې مهال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د کموالي خبر ورکوي، چې يوه مياشت مخکې په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو کمېسيون په ختيځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په شمېر کې د تېر په پرتله د زياتوالي خبر ورکړى وو.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version