ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د يوه بهرني وګړي په ګډون څلور وسله وال مخالفين وژل شوي

10 Jul 2014 - 13:49
10 Jul 2014 - 13:49

فيض اباد، کندوز (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): بدخشان ولايت کې د يوه تاجکستاني وګړي په ګډون څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور وسله وال  په کندوز  کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې، چې د طالبانو د يوه نومول شوي ولسوال د نيولو په موخه په لاره واچول شول، نيول شوي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه څلور وسله وال مخالفين د جرم ولسوالۍ په کژدشت سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

 هغه ادعا وکړه، اوسمهال امنيتي ځواکونه هم چې پخوا په دهن خستک سيمه کې مېشته و، دغه سيمه د عملياتو په ترڅ کې پاکه کړې او اوسمهال په خپل مختګ سره د شخچان په کلي کې مېشت دي.

 سيمه ييز چارواکي وايي، د دولتي ځواکونو اصلي موخه د فرغامنج کلي ته ننوتل دي، چېرته چې د وسله والو مخالفينو پټنځاى دى.

 د سيمې يوه  اوسېدونکي محمد رفيع وويل، چې دغه جګړه د خلکو د اوسېدو له سيمې لرې روانه ده او خلکو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړه، چې د شخچان سيمې د اوسېدونکو نښلوونکې لاره د جرم ولسوالۍ له مرکز سره د نښتې له امله تړل شوې ده.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغه نښته کې ١٦ دولتي عسکر وژل شوي او ٩ تنه نور يې ټپيان دي، پر دې سربېره د دوى څلور ټانکونه هم له منځه تللي او په نښته کې يواځې يو طالب وژل شوى دى.

له دې وړاندې امنيتي چارواکو د عملياتو په ترڅ کې، دغه ولايت ته د طالبانو له لوري د نومول شوي والي قاري فصيح الدين او د يوه پاکستاني او يوه تاجکستاني وګړي د وژلو خبر ورکړى و، خو طالبانو د والي د وژل کېدو خبر رد کړى دى.

 بلخوا د کندوز امنيتي چارواکي وايي، د يو لړ عملياتو په ترڅ کې چې تېره شپه د دغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ډاکټر حسين د نيولو په موخه په لاره اچول شوي و، په ترڅ کې يې پنځه وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

 

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د ډيسانټ له لارې د ګډو هوايي ځواکونو په هڅه په پنجه کلي کې تر سره شول، چې په پايله کې يې پنځه وسله وال مخالفين له خپلو وسلو سره يو ځاى نيول شوي، خو ولسوال له سيمې په تېښته بريالى شوى دى.

 

د دشت ارچي اوسېدونکي عبدالرسول وويل، چې تېره شپه ناوخته د يادې ولسوالۍ پر فضا يو شمېر الوتکو الوتونه کول او د شپې تر ناوخته پورې يې غږونه اورېدل کېدل.

 

هغه زياته کړه، چې په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو وروستيو عملياتو کومه ګټه نه درلوده او په ډېرى سيمو کې وسله وال مخالفين يو ځل بيا پيدا شوي او په نا امنيو کې لاس لري.

 

دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي مسوولينو ويلي و، چې د ګډو چاڼيزو عملياتو په پاى ته رسېدو سره د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې ټولې سيمې د هغوى له شتون څخه پاکې شوې .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version