ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جان کیري د ټاکنو د شخړې د هواري لپاره افغانستان ته رسېدلی

10 Jul 2014 - 22:23
10 Jul 2014 - 22:23

کابل ( پژواک ۱۹چنګاښ ۹۳ ) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د شخړې د هواري لپاره افغانستان ته رسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۱۹مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جان کیري د شپې ناوخته افغانستان ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو او نورو اړوندو مسوولینو سره د ټاکنو د شخړې د هواري په موخه ګوري.

افغانستان ته تر روانېدو مخکې جان کیري ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د ټاکنو په اړه ژوره اندېښنه لري.

نوموړي دغه څرګندونې د چنګاښ په ۱۹مه، د چین د رسمي سفر په پای کې بیجنګ کې خبریالانو ته کړې دي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر دویم پړاو ټاکنو وروسته، چې په لومړیو پایلو کې يې ډاکټر اشرف غني ګټونکی اعلان شو، ټاکنیزې ناندرۍ را پورته شوي دي. د ولسمشرۍ بل کاندید له ټاکنیزو کمیسیونونو سره اړیکې پرې کړې او په ټاکنو کې یې د پراخو درغلیو ادعاوې کړې دي.

د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر عبدالله وړمه ورځ په کابل کې یوې احتجاجي غونډې ته د وینا پر مهال اعلان وکړ، چې د ټاکنیزو لانجو د هواري لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په کابل ته راځي.

جان کیري نن په چین کې خبریالانو ته وویل، چې امریکا په افغانستان کې له ټولو ښکېلو کړیو سره له نږدې کار کوي او له دواړو کاندیدانو یې وغوښتل، چې خپلو پلویانو ته دې ډېرې هیلې نه ورکوي.

نوموړي له دواړو کاندیدانو وغوښتل، چې په دې حساسو حالاتو کې خپل مسوولیت او رهبریت په ډاګه کړي او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکو څو ورځو کې به نوي مثبت پرمختګونه راڅرګند شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version