ګردېز (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): د پکتيا او غزني په چاودنو کې څلور تنه وژل شوي او ١١ ټپيان دي.
د پکتيا چاودنه نن پنجشنبه ماسپښين درې بجې د ګردېز ښار په مرکزي برخه کې د ملي اردو له يوه موټر سره نږدې شوې ده.
د پکتيا د ملکي روغتون رييس ډاکټر حياګل پکتين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی، يو سرتېرى او اته ملکي وګړي ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې د يوه حالت نازک و او کابل ته لېږدول شوى او د نورو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د پکتيا امنيتي چارواکو هم د دې پېښې پخلى کړى خو د جزئياتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي .
ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې په پکتيا کې د امنيتي ځواکونو په موټرو پسې د چسپکي ماينونو چاودنې زياتې شوې او وخت ناوخت په کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوړي.
د يو بل خبر له مخې، د غزني امنیتې چارواکي وايي چې د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د يوې چاودنې پر مهال درې پاکستاني وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمي لوا ویاند نظیف الله سلطاني وايي، چې نن غرمه مهال پاکستاني وسله والو طالبانو غوښتل، چې د غزني ګیلان ولسوالۍ د لطیف کلا په سیمه کې په عامه لاره کې ماین خښ کړي، چې خپل ماین يې ورباندې چاودنه کړې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه نورټپیان دي. نورو خلکو ته په کې کوم زیان نه دی اوښتى.
د ده په خبره، د وژل شویو وسله والو جسدونه په سیمه کې پاتې وو.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې د خپل ماین چاودنې زیاتې شوي او د کال له پیله تراوسه په کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن