کابل ( پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۳ ) : ولسمشر حامد کرزي د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د ځنډولو په اړه ددواړو کاندیدانو غوښتنه ومنله.
د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره تر دوو ورځ خبرو اترو وروسته د ټاکنود تخنیکي او سیاسي اړخونو موافقه وکړه.
د تخنیکي موافقې له مخې به ددویم پړاو ټاکنو ټولې رایې له سره شمیرل کیږي او په سیاسي کچه به دواړو کاندیدان د ټاکنو وروستۍ پایلې مني.
دواړو کاندیدانو له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د ټاکنو د ټولو رایو بیا شمیرل ډیر وخت اخلي، ځکه نو دنوي ولسمشر د لوړې مراسم بیا وځنډول شي.
ولسمشر حامد کرزي د شپې ناوخته دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د یوناما مشر یان کوبیش سره په یوه ګډه خبري غونډه کې یاده غوښتنه ومنله او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ځنډولو سره یې موافقه وکړه.
ټاکل شوې وه، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د زمري په ۱۱مه ترسره شوي وای.
ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د شخړې د هواري لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش او دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د هلو ځلو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې دوی هڅه وکړه، چې په بین الافغاني لارو چارو دا ستونزه هواره کړي او د ولسمشرۍ ددوواړو مرستیالانو قانوني او خلیلي په منځګړیتوب یې دا کار وکړ، خو دوی بریالي نه شول.
نوموړي وویل چې ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه، چې دده لخوا ومنل شو.
خو کرزي زیاته کړه، چې څو کاله مخکې یې په ټاکنو کې د بهرنیان دلاسوهنې او شتون مخالفت کړی و.
نوموړي له اړوندو ټآکنیزو کمیسیونونو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د رایو د بیا شمیرلو پروسه بشپړه کړي ځکه چې دده په وینا، د افغانستان خلک په تمه دي، چې ژر تر ژره نوی ولسمشر معرفي او نوی حکومت جوړ شي.
هغه زیاته کړه، چې دوی د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره ټول ترتیبات نیولي وو خو اوس یې د کاندیدانو په غوښتنه وځنډوله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن