ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې پر درې زره وزيرستاني کډوالو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

13 Jul 2014 - 11:50
13 Jul 2014 - 11:50

خوست(پژواک ٢٢چنګاښ ٩٣): د وزيرستاني کډوالو له درې زره کورنيو سره د اړينو خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو وېش لړۍ پيل شوه.

چارواکي وايي،چې دلومړنيو اړينو توکو دا مرستې سر له نن څخه د خوست د مرکز په متون کې پر ۱۳ سوه کډوالو کورنيو او په سپېره ولسوالۍ کې پر ۱۵ سوه کورنيو وېشل کېږي.

د خوست ولايت د عامه اړیکو مسوول بريالي روان پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا مرستې د الکوزي په نوم د يوه سوداګريز شرکت له لوري ورکول کېږي.

روان زياته کړه، چې په دې مرستو کې اوړه، بوره، غوړي، دال، ترپالونه، کمپلې، د پخلنځي سامان او ځينې نور اړين توکي شامل دي.

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار ،چې په مرکز کې د دې مرستو د وېش دکمېسيون مشر دی، پژواک ته وويل، د دې مرستو له جملې په متون کې پر۱۳۰۰ وزيرستاني کورنيو وېشل کېږي.

بختيار وويل، چې د خوست د مرکز په لکڼو او شمل سيمو کې هم زرګونه کورنۍ مېشت دي، چې د نومونو تر ثبت کولو وروسته به پرې مرستې ووېشل شي.

دغه راز د خوست د سپېرې ولسوال محمد عظيم هم پژواک ته وويل، چې دغې ولسوالۍ ته د لومړنيو توکو ورغلې مرستې پر ۱۵ سوه وزيرستاني کډوالو کورنيو وېشل کېږي.

محمدعظيم وايي،په دې ولسوالۍ کې تر ۴ زره زياتې کډوالې کورنۍ مېشت دي، چې د خيمو ترڅنګ ځينو نورو لومړنيو توکو ته هم جدي اړتيا لري.

په خوست کې د کډوالو چارو د نړيوالې ادارې استازي هارون پژواک ته وويل، چې په ولسواليو کې هم له مېشتو کډوالو سره  ترسروې وروسته مرستې ترسره کوي.

 يو تن وزيرستاني کډوال شعيب،چې ياده مرسته يې تر لاسه کړې  پژواک ته وويل، چې تر يو څه وخته يې پرې ګوزاره کېږي، خو بسنه نه کوي.

شعيب زياته کړه،په کډوالو کې اوس هم داسې کورنۍ شته، چې ډېر کم امکانات لري او له دولت نه غوښتنه کوي، چې د مهال وېش له مخې دې ټولو کورنيو ته مرستې ورسوي.

د خوست ولايت مقام څخه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې له کډوالو سره د مدني ټولنو او سوداګرو له لوري د ترسره شوو مرستو ستاينه شوې او د لا نورو مرستو غوښتنه يې کړې ده.

په خبرپاڼه کې له دې امله اندېښنه څرګنده شوې، چې په دې برخه کې د يوه منظم سيستم او د اړمنو خلکو د لېست د نشتوالي له امله د مرستو وېش له يو لړ ګډوډيو سره مخ دی.

د خوست ولايت مقام له مرسته کوونکو ټولنو او سوداګرو څخه غوښتي دي، چې له کډوالو سره کېدونکې مرستې له ټاکل شوې کمېسيون سره په بشپړه همغږۍ  او پر کډوالو ووېشي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو نړيوالې ادارې ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ د عملياتو له امله نږدې سل زره کډوال پکتيکا او خوست ولايتونو ته رااوښتي دي.

د کډوالو چارو اړونده ادارو ويلي، چې تر اوسه پر شاوخوا اووه زره کډوالو کورنيو مرستې وېشل شوي او يا د وېشل کېدو په حال کې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version