ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدزى او عبدالله نن د “ملي يووالي حکومت” پر جوړښت غږېږي

15 Jul 2014 - 11:36
15 Jul 2014 - 11:36

کابل (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): ټاکل شوې نن د ولسمشرۍ نوماندان ډاکتر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله “د ملي يووالي حکومت” د جوړښت په اړه يو له بل سره ليدنه او خبرې وکړي.

د دغه نوماندانو د ټاکنيزو دفترونو مسوولين وايي، چې دغه خبرې اترې نن له غرمې مخکې ١١ بجې د ډاکټر احمدزي په کور کې تر سره کېږي او په پام کې لري چې دا لړۍ به دوام ولري.

د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز دفتر غړي فضل الرحمن اوريا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې خبرو اترو محور د ملي يووالي حکومت د جوړښت موضوع ، چې د ملګرو ملتونو او د امريکا د بهرنيو چارو وزير او دواړو نوماندانو په شتون کې پرې هوکړه شوې وه؛ ده.

نوموړي وويل: ((د دواړو ټيمونو (تحول او تداوم او اصلاحات او همپالنه) نن په خپلو کې ګډه ناسته لري. په دې ناسته کې به د ځينو موضوعاتو په اړه نظريات تبادله شي، چې له دې ډلې يو هم د دوى تر منځ د ملي وحدت د حکومت پر تشکيل بحث کول دي.))

اوريا ونه غوښتل، چې اوسمهال د دې هوکړې د جزئياتو په اړه معلومات ورکړي، خو هغه څه چې په دې وروستيو کې ډاکټر عبدالله عبدالله مطرح کړي، ناکام نوماند ته د اجرائيوي شورا د رياست څوکۍ ورکول دي، چې وروسته به د اساسي قانون په بدلون سره د لومړي وزير په څوکۍ بدله شي.

که څه هم د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم د دغه پسټ رامنځته کول نه ردوي، خو وايي چې د دواړو نوماندانو تر منځ په خبرو کې دا ډول هوکړه نه ده شوې.

ښايي چې د نظرياتو دغه تناقض هم د نني بحث له موضوعاتو څخه وي.

له بلې خوا د تحول او تداوم ټيم نننۍ ناسته د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ليدنو کتنو د پيل يو نمايش ګڼي.

د ياد ټيم يوه وياند نعمان شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن تشريفاتي او مقدماتي ناسته ده، تفصيلات به يې وروسته روښانه شي، ښايي تسلسل ولري، خو نن د ورځې يوولس بجې ښاغلى ډاکټر عبدالله د ډاکټر صاحب اشرف غني کور ته راځي او ناسته لري.))

دا له هوکړې وروسته د دواړو نوماندانو تر منځ لومړۍ ناسته ده.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ د هوکړې له مخې په ټاکنوکې ټولې څه باندې اته ميليونه کارول شوې رايې د نړيوالې ټولنې، نوماندانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوى دفتر د څارونکو په شتون کې له سره وشمېرل شي.

د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، چې ډېر ژر به کابل ته د رايو د صندوقونو لېږد پيل شي او څېړنه به يې درې اونۍ وخت ونيسي.

د رايو بيا تفتيش د دې لامل شو، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه د کوچني اختر په ٥مه نېټه ترسره شي وځنډېدل. ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو او د يوناما د رييس هغه غوښتنه رد نه کړه، چې د لوړي مراسم دې وځنډول شي.

خو ولسمشر کرزي له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتنه کړې، چې دغه بهير ژر تر ژره بشپړ کړي، څو نوى ولسمشر وکولى شي د خلکو د رايو پر بنسټ کار پيل کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version