دويم تعقيب – کندهار( پژواک ٧ زمرى ٩٣): د ولسمشر حامد کرزي د تره زوى او د ولايتي شورا غړى حشمت خليل کرزى، کندهار کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شول او يو بل تن ټپي شو.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د دې ولايت د ډنډ ولسوالۍ د کرز سيمې په حشمت کلا کې شاوخوا لس نيمې بجې رامنځته شو.
دى وايي، چې بريد د حشمت خليل کرزى په کور کې تر سره شوى دى.
د هغه په وينا، ځانمرګى بريدکوونکى د اختر د مبارکۍ په موخه د حشمت خليل کور ته د ورغلو مېلمنو په ډله کې ورننوتى و.
يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې بريدکوونکي چاودېدونکي توکي په خپله خولۍ کې ځاى پر ځاى کړي و.
دى وايي چې په دې بريد کې يو تن ټپي شوى هم دى.
د کندهار ميرويس روغتون يو نوکريوال ډاکټر هم پژواک ته وويل، چې د حشمت خليل مړى او په بريد کې يو تن ټپي شوى دې روغتون ته وروړل شوي دي.
حشمت خليل کرزى، د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف اغني احمدزي د کمپاين مهم غړى او په لوى کندهار کې تر احمدولي کرزي وروسته د ډېر نفوذ خاوند و.
د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزى د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په ٢١ مه د هغه د يو ساتونکي لخوا په خپل کور کې ووژل شو او مسووليت يې وسلوالو طالبانو پر غاړه اخستى و.
خو پر حشمت خليل د بريد مسووليت تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن