ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او کاپيسا کې اته پوليس وژل شوي

11 Aug 2014 - 10:03
11 Aug 2014 - 10:03

غزني ښار-محمودراقي (پژواک  ٢٠ زمرى ٩٣): په غزني او کاپيسار ولايت کې د وسله وال بريد او چاودنو په ترڅ کې اته پوليس وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار  کابو اوه بجې وسله والو د اندړو ولسوالۍ د ″حبيب ګوډلو″په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

ننګ وايي چې په دغه بريد کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى خو د بريد پر مهال د ملي پوليسو پر يوه رينجر موټر هم چاودنه شوې او درې ملي  پوليس په کې وژل شوي دي.

د والي وياند وايي، دغه پوليس د سيمه ييزو پوليسو مرستې  ته روان وو، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

ننګ وويل چې د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د تلفاتو شمېر يې ونه ښوده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پر ياده پوسته د بريد په ترڅ کې يې ٨ سيمه ييز پوليس وژلي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا په  تګاب ولسوالۍ کې هم د وسله والو په يوه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو نن سهار د ولسوالۍ د تترخېلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د فضلي په نوم يو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، سيمې ته تازه ځواکونه لېږل شوي او له وسله والو سره يې نښته پيل کړې، خو د هغوى د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د لال ګل په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده او پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version