کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د ولسمشر وياند وايي، د افغانستان راتلونکى حکومت بايد د ملي مشارکت حکومت وي.
د ولسمشر د وياند له دفتر څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر وياند ايمل فيضي ويلي، په ټاکنو کې د ولس مشارکت او د هغوی رايو ته دې درناوی وشي او د ټاکنو پايلې بايد ژر تر ژره اعلان شي.
ده زياته کړې، په افغانستان کې د ملي مشارکت د حکومت بنسټ، ولسمشر حامد کرزي اېښی، چې د افغانستان ولس په تېرو ١٣ کلونو کې ملي حکومت او يا ملي مشارکت تجربه کړى دى.
د ده په وينا، له همدې کبله د افغانستان راتلونکی حکومت هم بايد د ملي مشارکت حکومت وي او ټول افغانان دې خپل ځان په راتلونکي حکومت کې وويني.
فيضي وايي، د ټاکنو پايله بايد ژر تر ژره اعلان او د روانې زېږديزې اګست مياشتې تر وروستيو پورې، نوی ولسمشر د لوړې مراسم پرځای کړي.
هغه زياتوي، حامد کرزي هم د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره په ليدنه کې د ټاکنو د ژر تر ژره د اعلانېدو خبره کړې وه او دا يې هم ويلي و، چې د افغانستان خلک د ټاکنو پايلې ته سترګې په لاره دي او غواړي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم په روانه زېږديز مياشت کې پرځای شي.
د نوي ولسمشر د لوړې مراسم، چې ټاکل شوې وه، د وړوکي اختر په پنځمه (د زمري ١١ مه) ترسره شي، خو دغه مراسم د دواړو کانديدانو له هوکړې او د يوناما له غوښتنې وروسته د يوې مياشتې لپاره ځنډول شوي دي.
درې ورځې وړاندې ،دواړو کاندايدانو اشرف غنى احمدزي او ډاکټر عبدالله په يوې خبري ناسته کې هيله څرګنده کړه، چې د ټاکنو تخنيکي لړۍ د وږي مياشتې تر دويمې اونۍ پورې پاى ته ورسېږي او بايد ملت ته د خلکو له لوري ټاکل شوى ولسمشر ور وپېژندل شي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن