ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوماندانو شورا د ټاکنو د بیاځلي ترسره کولو غوښتنه وکړه

د نوماندانو شورا د ټاکنو د بیاځلي ترسره کولو غوښتنه وکړه

author avatar
24 Dec 2019 - 15:54
د نوماندانو شورا د ټاکنو د بیاځلي ترسره کولو غوښتنه وکړه
author avatar
24 Dec 2019 - 15:54

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا غړي وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو له درغلیو ډکې پایلې نه مني او د بيا ځلي ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ملي مشارکت حکومت پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.

دغه څرګندونې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا غړو د مرغومي په درېیمه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

په یاده غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځيني کمېشنران د ټاکنو له پایلو سره موافق نه دي نو خلک به څنګه له درغلیو ډکې دغه پایلې ومني.

حفیظ زیاته کړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې هم د ټاکنو کمېسیون له تدابیرو او کړنو سره مخالفت درلود او دوی ته د منلو وړ نه و.

ده وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا وړاندې شوي ارقام غلط او پایلې له درغلیو ډکې دي.

ده وړانديز وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله او طالبان دې په ګډه د ملي مشارکت حکومت رامنځته کړي او هېواد دې له بحران څخه وژغوري.

همدا راز بل نوماند احمد ولي مسعود وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو پروسه له لومړۍ ورځې له درغليو ډکه وه او اعلان شوې پایله ورته د منلو نه ده.

مسعود زیاتوي، که چېرې درغلي کوونکي ټاکنيزې ډلې بريالي شي نو خلک به پر ټاکنو خپل بارو له لاسه ورکړي او په راتلونکي کې به هېڅوک په ټاکنو کې ګډون کولو ته زړه ښه نه کړي.

دغه راز بل نوماند شهاب الدین حکیمي وویل، تر هغه وخته چې هېواد کې سوله رانه شي په افغانستان کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل امکان نه لري.

حکیمي وايي چې د نوماندانو شورا له لومړۍ ورځې د سولې د راتګ او د سرپرست حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکې وه.

حکیمي دا هم وويل، د شکایتونو په کمېسیون کې ځکه شکایت نه ثبتوي چې پرې باور نه لري.

همدارنګه په دې غونډه کې يو شمېر نوماندانو هم وويل چې له درغلیو ډکې پایلې نه مني او باید د ملي مشارکت حکومت رامنځته شي.

د يادونې ده، درې ورځې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې چې له مخې يې اوسنى ولسمشر محمد اشرف غني ګټوونکى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.