کابل (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٣): ولسمشر کرزى وايي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم بايد لس ورځې وروسته (د وږي په يوولسمه) ترسره شي او د دې ضرب الاجل د غځېدو امکان نشته.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي نن مازيګر په ارګ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي يان کوبيش سره وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغې کتنه کې يان کوبيش د ولسمشرۍ د ټاکنو د رايو د تفتيش د پروسې د پرمختګ په اړه، ولسمشر حامدکرزي ته وروستي معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه يې غوښتي دي، چې د تفتيش پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.
حامد کرزي څرګنده کړې، د افغانستان حکومت د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د پرځاى کولو لپاره په بشپړه توګه چمتووالى لري او پر ژمنه شوي ميعاد، يعنې د سپټمبر په دوهمه، چې د وږي د مياشتې له يوولسمي نېټې سره برابره ده، بايد د نوي ولسمشر د تحليف مراسم ترسره شي.
ولسمشر زياته کړې: “د ياد ضرب الاجل د تمديد امکان نشته.”
د يادونې وړ ده، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د اګست دوهمه نېټه ټاکل شوې وه، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو په غوښتنه، دغه نېټه د يوې مياشتې لپاره وغځول شوه.
د ارګ په اعلاميه کې دغه راز راغلي، تېره پنجشنبه (د زمري ٣٠مه) ولسمشر کرزي په کابل کې د امريکې له سفير سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې ولسمشر د امريکا د متحده ايالاتو حکومت ته په کلکه دا پيغام ورکړ، چې اوس چې ملګري ملتونه او بهرنيان د ټاکنو د رايو د تفتيش پروسه کې ښکېل دي، نو دوى مسووليت لري، چې دا پروسه ګړندۍ کړي، ترڅو د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د وږي تر يوولسمې چې د سپټمبر له دوهمې سره سمون لري، پرځاى شي.
خبرپاڼه زياتوي، ولسمشر د امريکې سفير ته وويل، چې د افغانستان د ټاکنو د رايو د تفتيش د پروسې ځنډ، د هېواد پر اقتصادي او امنيتي وضعيت منفي اغېزه کړې ده.
ولسمشر کرزي ټينګار کړى، چې ټاکل شوى ميعاد په هېڅ صورت غځېدلى نه شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن