ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: نوى ولسمشر به د ناټو په سرمشريزه کې د افغانستان استازيتوب وکړي

24 Aug 2014 - 18:48
24 Aug 2014 - 18:48

کابل (پژواک ٢ وږى ٩٣): حامدکرزى وايي، چې نوى ولسمشر به د ناټو په سرمشريزه کې د افغانستان استازيتوب وکړي.

ټاکل شوې، چې د ناټو سرمشريزه د روانې وږي مياشتې په ١٣مه او ١٤مه ترسره شي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د يکشنبې په ورځ (د وږي دويمه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي نن په ارګ کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ سره د مخه ښې ملاقات وکړ.

 سرچينه زياتوي، په دغې کتنه کې چې د امريکا د متحده ايالاتو سفير او د افغانستان د امنيتي برخې وزيران او مسوولين هم حاضر وو، ولسمشر کرزي، جنرال ډنفورډ داسې يو شخص وباله، چې د خپل ماموريت په موده کې يې له افغاني مسوولينو سره ښې وظيفوي اړيکې ساتلې وې.

 سرچينه کاږي، حامد کرزي د ناټو تلونکي قوماندان او د امريکا سفير ته وويل: “زه د امنيتي تړون د لاسليکولو او په افغانستان کې د ناټو حضور ته خپل شرايط لرم او هغه مې په لويه جرګه کې هم بيان کړي، چې د سولې تأمين يې تر ټولو مهم شرط دى.”

ولسمشر زياته کړې، اړينه ده چې د افغانستان ټاکنې په ټاکل شوې موده کې نتيجې ته ورسېږي او نوى ولسمشر په ټاکلې نېټه د لوړې مراسم تر سره کړي، ترڅو د ناټو په سر مشريزه کې د افغانستان استازيتوب وکولاى شي.

حامد کرزي ويلي: “دا چې اوس بهرنيان زموږ د انتخاباتو په پروسه کې دخيل شوي، دوى بايد په معينه وخت کې د نتايجو د څرګندېدلو لپاره جدي هڅه وکړي.”

 بايد روښانه شي، چې ولسمشر کرزى پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي يان کوبيش سره په کتنه کې ويلي و، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم بايد د وږي په يوولسمه ترسره شي او د دې ضرب الاجل د غځېدو امکان نشته.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version