ژبه

غزني کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه

غزني ښار (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د غزني په مرکز کې د دوو قومونو ترمنځ یو کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو رييس مولوي جان‌محمد مومن وویل چې شاوخوا یو کال مخکې د غزني د مرکز اړوند دیخداداد سیمه کې د کوچیانو او تاجک قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه او دښمني رامنځته شوې وه.

هغه وویل چې هغه مهال د تاجکو د قوم یو کس د تمانچې په ډزو وژل شوی و او په دې موده کې دواړو قومونو یو بل ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

نوموړی وایي چې د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب او هلو ځلو دواړه لوري حاضر شول او پرون یې سوله وکړه.

مومن پر یادو قومونو ټینګار وکړ چې نور په سوله کې ژوند وکړي او خپل ځوانان دښمنۍ ته پرې نه ږدي.

بل لورته، د دواړو قومونو استازو یو بل ته غېږې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې نور به په سوله کې ژوند کوي.

د تاجکو قوم په استازیتوب الله‌محمد وویل چې دغه دښمني په ډېره کوچنۍ خبره پيل شوې وه او بدې پایلې یې لرلې.

ده له حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دوی ترمنځ یې روغه وکړه او د دښمنۍ مخه یې ونیوله.

دغه راز، د جرګې یوه غړي او قومي مشر اغامحمد وویل، دوی هڅه کوي څو دا ډول ټولې دښمنۍ د خبرو اترو او جرګو له لارې حل کړي.

نوموړی وايي چې د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په ملتیا په تېرو دوو کلونو کې دوی لسګونه داسې شخړې او دښمنۍ حل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د غزني په ناور ولسوالۍ کې د ځايي کوچیانو او هزاره‌ګانو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده.

ورته موضوع