Language

پنجشېر کې سږ کال د ګیلاسو حاصلات ۳۶۰ مټریک ټنه شوي

پاراخ (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د ګیلاسو باغونه ډېر شوي او سږ کال له دغو باغونو نږدې ۳۶۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس فضل‌الله دیوبندي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه ولایت کې پر ۳۴۲ هکتاره ځمکه د ګیلاس ونې اېښودل شوې او سږ کال له دغو باغونو نږدې ۳۶۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوی چې د ولایتونو ترڅنګ بهر ته هم صادر شوي دي.

هغه وویل، سږ کال هم پر ۲۳ هکتاره ځمکه د ګیلاس نیالګي اېښودل شوي دي.

سرچینې وویل چې د ګیلاسو ډېری باغونه د دغه ولایت په مرکز، رخه، دره او عنابه ولسوالیو کې دي.

د هغه په خبره، د پنجشېر ډېر ګیلاس چین، هند او پاکستان ته صادریږي.

د پنجشېر د کرنې رییس د ګیلاسو باغونو ته د دغه ولایت د بزګرانو مخه کولو لامل لږه خواري او ډېر حاصلات یاد کړل.

د پنجشېر بزګرو په وروستیو کلونو کې د ګیلاسو له حاصلاتو خوښ دي او له حکومته غواړي څو په پسرلي کې دغه ولایت ته په مناسبه بیه د خارجي ګیلاسو ونې وارد کړي.

د پنجشېر په بازارک کې یوه کروندګر نصرت میر وویل: «نږدې ۱۲ کاله کېږي چې ما خپله خمکه کې ګیلاس ایښي او هر کال تر درې‌نیم لکه افغانیو ګټم، ګیلاس نسبت نورو شیانو ته ډېر ه ګټه لري.»

د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې یوه بڼوال عنایت‌الله هم وویل چې وروستیو کلونو کې د دغه ولایت کروندګرو پر خپلو ځمکو ګیلاس ایښي دي.

هغه له حکومته غواړي څو په پسرلي کې د دې مېوې ونې په مناسبه بیه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.