ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې جګړه له زندانه خوشې شوي طالب قوماندانان رهبري کوي

25 Aug 2014 - 16:52
25 Aug 2014 - 16:52

ميمنه (پژواک ٣ وږى ٩٣): د فارياب والي ادعا کوي چې د زندانه خوشې شوي طالبان په دغه ولايت کې د جګړې مشري کوي او د وروستيو عملياتو په ترڅ کې د اوو قوماندانانو په ګډون ٥٧ طالبان وژل شوي دي.

محمدالله بتاش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شمېر وسله وال مخالفين د ملي اردو، ملي او سيمه ييزو پوليسو او د لويو لارې ساتنې د قطعې  وروستيو درېيو ورځو عملياتو په جريان کې په غورماچ او قيصار ولسواليو کې له منځه وړل شوي او وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې د اردو توپ لرونکې چورلکې هم په کې وې، د ملا رزاق، ملاسيف الدين، ملا معاذالله، نورالدين، ملا نسيم په حزب الله مشهور، ملا شاه ولي او ملا شاه ګل په ګډون  ٧٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او څه باندې سل نور ټپيان دي، چې د قيصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول ملا محى الدين او د غورماچ نومول شوى ولسوال ملاقيوم هم په کې شامل دي.

سرچينې زياته کړه، چې يواځې دوه پوليس د غورماچ او درې نور د لويې لارې د ساتنې قطعې پوليس په قيصار کې د طالبانو په کمين کې وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

خو د قيصار يوې بلې دولتي سرچينې وويل، چې د لويې لارې د ساتنې قطعې يو موټر چې د غورماچ پوستې يې اکمالولې، د طالبانو له کمين سره مخ شوې او شپږ پوليس وژل شوي دي.

د فارياب والي ادعا کوي، چې په قيصار او غورماچ کې د جګړې مشري د پاکستاني، ازبکي، چيچيني او تاجکستاني  طالبانو پر غاړه وه او مشران يې هغه طالب قوماندانان وو، چې له بنده خوشي شوي دي.

هغه وويل، چې د طالبانو اوسنى والي قاري صلاح الدين او د هغوى  پوځي مسوول مولوي امان الله درې کاله وړاندې د څرخي پله له زندانه د ولسمشرۍ رياست د فرمان له مخې خوشي شوي او په دغو مشرانو کې شامل دي.

بتاش زياته کړه، چې د قيصار د جبهې مسوول مولوي محمدالله قيصاري او طالب قوماندان يارمحمد نانوا، چې دواړه دوه ځلې بندي شوي او پر ١٨ کاله بند محکوم شوي وو، هم د جګړې رهبري کوي.

د فارياب د والي په خبره، د طالبانو د نومول شوي والي ورور ملا قمرالدين، په قيصار کې د طالبانو ولسوال دام الله سرور، په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو عمومي قوماندان قيوم يک ابي او قاري محمدنعيم هم په خوشي شوو کسانو کې شامل دي.

د قيصار د ولسي شورا رييس احمد فرهاد عمليات اغېزناک وبلل، خو ويې ويل چې بسنه نه کوي او کله چې امنيتي ځواکونه له هغه ځايه بېرته ستانه شي، نو امکان لري چې حتى د قيصار مرکز هم د دولت له ولکې ووځي.

هغه زياته کړه، چې د درې ورځنيو عمليات په اوږدو کې يو ملکي ټپي شوى او دا چې دوه زره کورنۍ د قيصار له جنګي ساحو وتلې، نو له همدې امله خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.

فرهاد زياته کړه، چې د چيچکتو، چهار شنبه او شاخ قيصار بازارونه اوس هم د طالبانو په لاس کې دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په غورماچ کې د تېلو پنځه ټانکرونه او يو رينجر موټر ويجاړ شوي، د پوليسو د قوماندان خان محمد په ګډون ١٧ کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، په غورماچ کې امنيتي پوستې د دوى تر واک لاندې دي او جګړه په شدت سره روانه ده.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version