ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د ټاکنيزې ستونزې پر حل لارې غور کوي

10 Sep 2014 - 14:22
10 Sep 2014 - 14:22

کابل (پژواک ١٩وږى ٩٣): ولسي جرګه وايي چې د ولسمشرۍ د کانديدانو تر منځ د ستونزې پر حل لاره غور کوي؛ ځکه چې ټاکنيز بن بست هېواد له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړى دى.

د ولسمشرۍ لومړۍ پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه او دويم يې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې د دې لامل شوې چې تر اوسه يې پايلې نه دې اعلان شوې.

دواړه کانديدان د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب د ټولو رايو پر تفتيش او “د ملي وحدت ” حکومت پر جوړولو سره سلا شول، خو د ٧٥ سلنه رايو تر تفتيش وروسته د اصلاحاتو او همپالنې ډلې دغه پروسه ناسمه وبلله او وايي چې د سياسي خبرو لړۍ هم له بندښت سره مخ ده.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د يادو ستونزو د حل په موخه څرګندونې وشوې.

په ياده جرګه کې د پروان استازي عبدالستار خواصي وويل، افغانانو ته د ننګ ځاى دى چې بهرنيان يې ټاکنيزي ستونزې ور حل کړي.

د هغه په وينا، ولسي جرګه بايد د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو تر منځ د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره يو کمېسيون جوړ کړي ځکه چې که دغه کار ونه کړي نو په هېواد کې به نورې ډېرې ستونزې را پيدا شي.

هغه وايي: ((د دې ستونزې د حل لپاره بايد لار پيدا کړو، کنه هېواد له بحران سره مخ کېږي او شکر دى چې د افغانستان نفوس د چين په کچه نه دى که نه نو د ټاکنو پايلې به يې د قيامت تر ورځې نه اعلانېدې.))

د خواصي په وينا، د ولسمشرۍ دواړه کانديدان بايد انعطاف وکړي او د خپلو شخصي ګټو په موخه نور د افغانستان پر مظلوم ولس ظلم ونه کړي.

په ياده جرګه کې د هرات استازي غلام فاروق مجروح وويل چې ولسي جرګه بايد د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ته خبردارى ورکړي او ورته ووايي چې نور ټاکنيزې ستونزې پاى ته ورسوي.

د هغه په اند، يواځې ولسي جرګه کولاى شي د دواړو کانديدانو ترمنځ ټاکنيزو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

دى وايي چې د ولسمشرۍ دواړه کانديدان بايد هر څه ژر د ملي وحدت د حکومت پر جوړېدو هوکړه وکړي او که دغه کار ونه کړي نو په هېواد کې د هر ډول بدلون راتلو امکان شته .

په ياده جرګه کې د سمنګانو استازي مخدوم ابدالله فرقاني وايي چې د ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه بايد د ولسمشرۍ دواړه کانديدان ولسي جرګې ته وغوښتل شي.

دى وايي چې دغه جرګه بايد د يو بل پر وړاندې د کانديدانو د تند غبرګون مخنيوى وکړي، تر څو هېواد له کومې بلې ستونزې سره مخ نه شي.

هغه زياته کړه: ((لکه څنګه چې خلکو په اخلاص کانديدانو ته رايه ورکړه، دوى ونه شو کولاى له دې رايې څخه سمه استفاده وکړي، په هېواد کې وضعيت ډېر خراب دى او ټول خلک له دې حالت نه رنځ وړي.))

د غونډې په پاې کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي هم وويل،چې ټاکنيزو جنجالانو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او بايد دې جنجالونو ته د حل لار ولټول شي .

هغه وويل چې د جرګې د اداري پلاوي او ځيني نور غړي به د ټاکنيزو ستونزو د حل پر طرحه کار وکړي.

د ده په وينا، دغه کسان به پرېکړه وکړي چې د ستونزې د حل لپاره جرګه اعلاميه خپره کړي د ولسمشرۍ کانديدان جرګې ته وغواړي او که د جرګې ټول غړي د کانديدانو کورونو ته ورشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version