کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): په کابل کې د لوبه کرکټ کلب له خوا د “ميليون ليګ” کرکټ سيالۍ پيل شوې چې په کې د دوو پاکستانۍ لوبـډلو په ګډون ٨ لوبـډلې برخه لري.
دغه سيالۍ د لوبه کرکټ کميونيټي يا اېل. سي. سي له خوا پرون جمعې ورځ (د وږي ٢٨مه) پيل شوې چې يوه اونۍ به دوام کوي.
د اېل. سي. سي مشر ضراب شاه ظهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو شل اووريزو سياليو کې اته لوبډلې برخه اخلي چې دوه يې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اړوند دي.
هغه زياته کړه چې پرون د دغو سياليو په لومړۍ ورځ د افغانستان د المصافي لوبډلې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اېم سي سي لوبې ته او تر غرمې وروسته په دويمه لوبه کې د متحد افغان لوبـډلې افغان دوست لوبډلې ته ماتې ورکړه.
تر دې مخکې د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، د سوداګرۍ وزارت مرستيال مزمل شينواري، د ماليې وزارت سلاکار نجيب منلي او د “ميليون ليګ” کرکټ ليګ مسوولينو برخه اخيستې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس د خصوصي سکتور له خوا د دې ډول سياليو په لاره اچول ښه ګام وباله او زياته يې کړه چې دې سره په هېواد کې د کرکټ لوبه نوره هم پرمختګ کوي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ په دې ډول سياليو ترسره کولو کې هر ډول مرستو ته تيار دى او په دغو سياليو کې يې هم تخنيکي مرستې کړې دي.
د اېل. سي. سي مشر ظهير وويل چې په دغو سياليو کې له افغانستان څخه شپږ لوبډلې المصافي ټايګرز، هېواد دوست، متحده افغان، کاروان پوهنتون، افغان رنجرز او افغان لاينز او د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت څخه د خيبر ګرين او د پښتونخوا اېم سي اې لوبـډلې شاملې دي.
دى وايي چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره کېږي او د بلې جمعې په ورځ به وروستۍ يا پاى لوبه ترسره شي.
د اېل سي سي د مشر په وينا، د سياليو په پاى کې به د يو ميليون افغانيو په ارزښت انعامونه پر لوبـډلو او لوبغاړو ووېشل شي.
ضراب شاه ظهير وايي چې په افغاني لوبډلو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ، ١٩ کلنو لوبډلې او الف لوبډلې پياوړي لوبغاړي شتون لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن