کابل (پژواک ١٥ تله ٩٣): د کابل پوليسو ويلي، چې د کابل بانک د بحران د تورنو کسانو د نيولو په موخه، چې د نيولو حکم يې د ولسمشر احمدزي د امر پر بنسټ د لويې څارنوالۍ له لوري صادر شوى، پراخه عمليات پيل کړي دي.
د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال محمدظاهر ظاهر وايي، چې د کابل بانک قضيې د تورنو کسانو د نيولو په اړه د ولسمشر له امر صادرلو وروسته د کابل پوليسو، چې د جنايي څېړنو په سر کې ځاى لري، د يادو کسانو د نيولو په موخه پراخه عمليات په لاره اچولي دي.
نوموړي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د کابل بانک قضيې د ١٩ تورنو کسانو له ډلې، چې د نيولو امر يې د ولسمشر د فرمان له مخې د لويې څارنوالۍ له لوري صادر شوى او دغه نوملړ امنيه قوماندانۍ ته رالېږل شوى، يواځې تر اوسه پورې دوه کسان نيول شوي دي.
د کابل امنيه قوماندان د هغوى د نومونو په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه، چې له دې ډلې يې يو شمېر تورن کسان له هېواده بهر دي، خو د کابل پوليسو په هېواد کې د ننه او بهر د هغوى د نيولو په اړه پراخه عمليات پيل کړي دي.
لوى پاسوال ظاهر وويل: ” انشاءالله ټول هغه کسان به چې د کابل بانک په قضيه او د بيت المال د پيسو په خوړلو تورن دي، د قانون منګولو ته سپارل کېږي.”
دا په داسې حال کې ده، چې شپږ ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني د يوه امر په صادرولو سره د کابل بانک د قضيې د ژر تر ژره حل او د شتمنيو د راګرځولو غوښتنه کړې او لويې څارنوالۍ ته يې دنده سپارلې، چې د کابل بانک د قضيې ټول شريکان او ټول هغه کسان چې د کابل بانک په مالي بحران کې لاس لري او د يادې ادارې له لوري تورن شمېرل شوي، تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي او د دغه حکم له صادرولو وروسته تر ١٥ ورځو پورې يې پر وړاندې په محکمه کې اقامه دعوا وکړي.
د اداري فساد پر وړاندې د څېړنې ګډې خپلواکې کمېټې څېړنې څرګندوي، د ٩٦٢ ميليون ډالرو له ډلې چې له دغه بانک څخه غلا کړل شوي، تر اوسه پورې ١٧٠ ميليون ډالره له تورنو کسانو تر لاسه شوي دي.
د هغو کسانو نومونه، چې د کابل بانک قضيې په مالي بحران کې تورن بلل شوي او د ولسمشر احمدزي د فرمان له مخې يې د لويې څارنوالۍ له لوي د نيولو امر صادر شوى، په لاندې ډول دي:
١- د کابل بانک د تفتيش امر راجا ګوپال
٢- د کابل بانک د پورونو ورکولو کمېټې پخوانى امر رام چندران
٣- د کابل بانک د څار پلاوي غړى محمد افضل
٤- د کابل بانک د اي ټي امر محمد طارق ميران
٥- د کابل بانک د سراسري څانګې مسوول کمال ناصر کروړ
٦- د کابل بانک له قانون څخه د پيروي برخې پخوانى کارکوونکى محبوب شاه فروتن
٧- د کابل بانک د دولتي اړيکو د څانګې مسوول امين الله خيراندېش
٨- پخوانى عملياتي امر عبدالبصير فروغ
٩- د کابل بانک د مديره پلاوي غړى او د پامير هوايي شرکت مشر امان الله حميد
١٠- د مرکزي بانک مشر عبدالقدير فطرت
١١- د مرکزي بانک لومړى مرستيال محب الله صافى
١٢- د کابل بانک د راپورونو او معاملاتو د تحليل مرکز امر مصطفى مسعودي
١٣- د نوي کابلبانک مشر مسعود خان موسى غازي
١٤- د مرکزي بانک د څارنې ټيم سرګروپ ظفرالله فقيري
١٥- د مرکزي بانک د څارنې ټيم سرګروپ شېراقا حليم
١٦- د مالي څار عمومي امر محمد قسيم رحيمي
١٧- د مرکزي بانک د څار غړى بسم الله
١٨- د مرکزي بانک د څار غړى محمدعارف سالک
١٩- د کابل بانک پخوانى کارکوونکى عصمت الله
دا په داسې حال کې ده، چې د تلې مياشتې په لسمه نېټه لويې څارنوالۍ امر کړى و، چې د کابل بانک د قضيې ياد ١٩ تورن کسان چې په ضمانت سره ازاد شوي، بيا ونيول شي.
د لويې څارنوالي وياند بصير عزيزي ويلي و، چې د يادو کسانو پته او ځايونه معلوم دي او په ډېرې اسانۍ سره به ونيول شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن