ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو وکيلان له چاپلوسانو د خلاصون په اړه د ولسمشر خبرې وستايلې

13 Oct 2014 - 15:39
13 Oct 2014 - 15:39

کابل (پژواک ٢١ تله ٩٣): د ولسي جرګې ځيني غړي، له چاپلوسانو څخه د ځان لري ساتلو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې ستايي او وايي چې غوړه مالانو پخوانى ولسمشر حامد کرزى له ملت څخه لري ساتلى و.

تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني احمدزي وويل، اوس هغه وخت را رسېدلى څو هغه ژمنې چې د افغانستان له خلکو سره شوې، بايد يو پر بل پسې عملي شي.

دغه راز هغه ويلي: “کلکه اراده لرم چې پر زورواکو قانون پلی کړم؛ مه مې پرېږدئ چې په ارګ کې ايسار او د چاپلوسانو ښکار شم، زما ژمنه ده چې يو افغان به له بل افغان سره برابر وي.”

ولسمشر احمدزي ويلي، پر ټولو يو ډول قانون پلى کېدل د دې معنا لري چې په هېواد کې بايد قانون حاکم شي نو ځکه ژمنه کوي چې قانون به پر ټولو يو ډول پلى کوي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د احمدزي د دغو څرګندونو ملاتړ وکړ.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي انجنير ذکريا وايي چې ولسمشر غني بايد په هر ډول چې وي، غوړه مالان له ځانه لري کړي؛ ځکه پخوانى ولسمشر حامد کرزى همدې خلکو له ستونزو سره مخ کړى و.

د ده په وينا، چاپلوسان د شخصي ګټو لپاره نه پرېږدي چې کار وړ کسانو ته وسپارل شي.

هغه دا هم وويل چې ولسمشر بايد خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د حکومت ستنې ټينګې کړي او په هر ګام پورته کولو کې د ملي يووالي حکومت له چارواکو سره سلا وکړي.

هغه زياته کړه: “د افغانستان خلک بايد پر دې پوه شي چې نسل په نسل يې د امان الله خان ارمان کړى، له اشرف غني بايد کلک ملاتړ وکړي، تر څو بيا څو نسله د اشرف غني احمدزي ارمان ونه کړي.”

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازى وايي چې د په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د چاپلوسانو شتون او د قانون نه پلى کېدل د دې لامل شوي چې ملت له حکومت سره واټن پيدا کړي .

هغې زياته کړه: “که چاپلوسان نه وي او قانون پلى شي، نو د ملت او حکومت ترمنځ فاصله له منځه ځي چې په دغه کارسره به هېواد له ډېرو بدبختيو خلاص شي، سوله به راشي او امنيت به ټينګ شي.”

کټوازى پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي: “حامد کرزى ښه سړى او ملي شخصيت دى، خو يو شمېر کسان ورنه را تاو وو او نه يې غوښتل له ولسمشر سره هغه کسان وګوري چې د ملت درد ورته بيان کړي.”

ده ټينګار وکړ چې ملت بايد ولسمشر احمدزى د چاپلوسانو له منګولو وژغوري او که نه نو دا ډول کسان به يو ځل بيا ولس له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

په ياده جرګه کې د کابل استازې شينکۍ کړوخېل هم وايي چې حامد کرزى د يو شمېر چاپلوسانو له خوا محاصره شوى و او دغو چاپلوسانو نه غوښتل چې د خلکو غږ تر ولسمشره ورسېږي.

کړوخېل هم په دې اړه د چا نوم نه اخلي او وايي چې په دولتي کارکوونکو، قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو او نورو کې چاپلوسان شته او هڅه کوي چې د خپلو ګټو لپاره ولسمشر د هغوى په لومه کې بند پاتې وي.

هغې زياته کړه: “نو کرزى صاحب، د ولسمشر احمدزي صاحب لپاره يوه ښه درس کېداى شي چې چاپلوسان له ځان نه لري کړي.”

کړوخېل له رسنيو او خلکو غوښتنه وکړه چې په ښو کارونو کې د ولسمشر احمدزي ملاتړ وکړي تر څو هغو لوړو موخو ته ورسېږي چې د هېواد او افغانانو د ښېګڼې لپاره يې لري.

د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اکرام هم د چا د نوم له اخيستو پرته وايي چې چاپلوسانو ولسمشر حامد کرزى محاصره کړى و او کار کولو ته يې نه پرېښود.

د هغه په وينا، ولسمشر احمدزي په تېرو ١٣ کلونو کې په هېواد کې و او ښه پوهېږي چې چاپلوسان څوک دي.

دى هم وايي چې د افغانستان خلک بايد د ولسمشر احمدزي له ښو موخو کلک ملاتړ وکړي، تر څو هېواد له روان ناورين څخه وژغوري.

د جرګې يادو غړو د ولسمشر احمدزي له دې خبرې هم ملاتړ وکړ چې ويلي يې دي په زورواکانو به هم قانون پلى کوي.

دوى وايي چې ټول افغانان د قانون پر وړاندې يو شان دي او که چېرې په زورواکانو قانون پلى نه شي نو هېڅ مهال به افغانستان د سمون خوا ته ولاړ نه شي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version