سرپل ښار ( پژواک ٢٨ تله ٩٣ ): د سرپل ولايت د پوهنې رياست وايي چې د څلور ښوونځيو ودانيو جوړېدو سره د درې زره زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه.
ددې ولايت د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ودانۍ په سنچارک، کوهستاناک ، ګوسفندي او بلخاب ولسواليو کې جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې پر دې پروژو ٣٢٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى او چارې يې په يوه کال کې بشپړې شوې دي.
سرپلى وايي چې ددې ودانيو جوړېدو سره په يادو ولسواليو کې درې زره زده کوونکو ته د زده کړې او د سرپناه زمينه برابره شوې ده.
د نوموړي په وينا، ددې ودانيو ځمکې د سيمې د اوسېدونکو له خوا وړيا ورکړل شوې وې.
ددې ولايت د کليو د پراختيا د رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دې ولايت کې د ملي پيوستون له خوا ٥٠٠ پروژې تر کار لاندې دي، چې ٧٠ سلنه يې د ښوونځيو ودانۍ تشکيلوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن