ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې د ٤٠ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

author avatar
18 Jan 2012 - 17:09
author avatar
18 Jan 2012 - 17:09

ميدان ښار (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): په ميدان وردګو کې د ٤٠ ښوونځيو د ودانيو چارې بشپړې   او ګټې اخيستې ته وسپارل شوې.

په همدې موخه  ددې ولايت په نرخ او چک ولسواليو کې نن (د مرغومي ٢٨ مه) په جوړو شويو مراسموکې د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ وويل، چې د دې ولايت په نهو ولسواليو کې ٤٠ ښوونځي د نړيوال بانک په دوه ميليونه ډالره مالي مرسته جوړ او نن د ګټې اخيستنې وړ وګرځېدل.

د هغه په وينا، دغه ښوونځي د مرکز په ګډون د بهسودو په لومړۍ او دويمه حصه، جلرېز، نرخ، چک، جغتو او دايميرداد ولسواليو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

ورپسې د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي خبرې وکړې او ويې ويل، چې اوس په دې ولايت کې د ښوونځيو د جوړېدو او سمبالتيا ترڅنګ د دې اړتيا ده، چې پوهنې ته لکه څرنګه چې لازمه ده پراختيا ورکړل شي.

هغه وويل :(( اوس ددې وخت  چې راځئ  په کليو او بانډو کې د وسلو او اسونو د ځغلولو پرځاى سالم فکر او پوهنه وځغلو.))

والي زياته کړه، چې هېواد يواځې د زده کړې او پوهنې له لارې جوړېداى شي او کورنۍ بايد د خپلو اولادنو زده کړې ته د لومړيتوب حق ورکړي.

فدايي د پوهنې له وزير څخه په راتلونکي کال کې د ٣٠ نورو ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدو،   

په دې ولايت  کې د ادارې او منجمنټ يوه انسټيټيوټ د تاسيس، د پوهنې په برخه کې د ٦٠٠نويو پستونو د زياتولو او په هره ولسوالۍ کې د يوې تخنيکي لېسې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ د والي غوښتنې پرځاى وبللې او ژمنه يې وکړه، چې په نوي لمريز کال کې به دغه غوښتنې په عمل کې پلې کړي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د بېلګې په توګه په چک او نرخ ولسواليو کې د دوو ښوونځيو پرانيسته وشوه، چې په دې سره ټول ٤٠ ښوونځي په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ده په وينا، ياد شوي دوه ميليونه ډالر چې د نړيوال بانک له خوا ددغو ښوونځيو لپاره ورکړل شوي ، ٣٣يې د پوهنې د کيفيت د لوړالي د پروګرام (ایکویپ ) او ٧نور يې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې جوړ شوي دي .

نوموړي وويل، چې دا مهال د ٢٢ نورو ښوونځيو ودانۍ تر کار  لاندې دي او تر راتلونکي کال پورې به بشپړې شي.

د يادونې وړ ده، چې په ميدان وردګو ولايت کې دا مهال ٤٠٢ ښوونځي فعال دي، چې تراوسه يې هم ١٩٤ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ٦١٣٥ ښوونکو له خوا په کې شاوخوا ١٥٧زره زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي، چې څه باندې ٣٧زره يې نجونې دي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.