ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” له افغانستان سره اړيکو کې د پاکستان حکومت او پوځ تګلارې په تضاد کې دي”

29 Oct 2014 - 15:52
29 Oct 2014 - 15:52

کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د بحران نړيوال ګروپ وايي چې له افغانستان سره په اړيکو کې د پاکستان د حکومت او پوځ په تګلارو کې تضاد دى .

ياد سازمان دغه څرګندونې په هغه کلني راپور کې کړي، چې پرون دلړم په شپږمه خپور شوى دى.

ددغې ادارې د پاليسۍ د څانګې مشر جوناتهن پرينټس په دې راپور کې ويلي : (( کابل سره د سولې خبرو اترو او ښو اړيکو لپاره د پاکستان د ولس ، د لومړي وزير نوازشريف او د پوځ په تګلاره کې ښکاره تضادونه موجود دي.))

په دغه راپور کې چې د ( افغانستان سره د پاکستان داړيکو نوى رغول) تر نامه لاندې خپور شوى، راغلي چې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د حکومت پر وړاندې، له افغانستان سره د اړيکو په ښه کولو کې ګڼ شمېر خنډونه شته .

سرچينې زياته کړې، نواز شريف خپل ولس سره ژمنه کړې وه، چې اقتصاد به يې پياوړى کوي، خو په دغه هېواد کې د نا امنيو له امله د هغه ياده ژمنه نه شي پوره کېداى، ځکه نواز شريف اوس غواړي چې د افغانستان سوله او ثبات کې همکارۍ کولو سره په پاکستان کې ثبات رامنځته کړي.

ددې يوه بېلګه دا ده، چې په افغانستان کې  د ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د حکومت رامنځته کېدو سره سم نواز شريف خپل سلاکار سرتاج عزيز کابل ته ولېږه او اسلام اباد ته يې  د رسمي سفر بلنه  ورکړه.

د بحران نړيوال ګروپ په ياد راپور کې د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه د ځينو خاصو خبرو يادونه کړې ده، چې په لاندې ډول دي :

افغانستان سره د تاوتريخوالي کمولو لپاره د نوازشريف حکومت هغه مهال بريالى کېداى شي، چې ددغه هېواد له پوځ سره همغږي شتون ولري.

 د پاکستان لوړ پوړي پوځي چارواکي اوس هم خپل دامونه خوروي، نېغ په نېغه يا په غير مستقيم ډول په دغه هېواد کې تازه پورته شويو بغاوتونو سره مرسته کوي، چې دغه کار په افغانستان کې پر رامنځته شويو بدلونونو هم اغېزمن کېداى شي.

که څه هم د پاکستان پر امنيتي تګلارۍ د پوځ د کنټرول له امله افغانستان سره په اړيکو کې يو خنډ دى، خو بيا هم په اړيکو کې د ښه والي نور چانسونه شته، که چېرې ددواړو هېوادونو ترمنځ دسړکونو او اورګاډي د ليکې په څېر پروژې پيل شي نو ښه اغېزه به يې پر امنيتي حالاتو هم وشي، ددواړو هېوادونو اقتصاد به ورسره پياوړ شي او ددواړو هېوادونو ولسونه به ترې ګټه پورته کړي.

د بحران ګروپ په ياد راپور کې راغلي ، چې پاکستان بايد په دغه هېواد کې مېشتو سلګونو زرو افغان کډوالو ته د ژوندانه اسانتياوې برابرې کړي او په دې اړه پر هغو نړيوالو کنوانسيونو عمل وکړي ، چې دوى  لاسليک کړي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version