خوست- تالقان ( پژواک ٢٠ لړم ٩٣): د پوهنې وزارت د مسلکي زده کړو مرستيال وايي، په خوست ولايت کې د نيمه لوړو زده کړو د مسلکي انستيتيوتونو شمېر٧٠ ته لوړوي.
محمداصف ننګ دا څرګندونې د لړم په ٢٠ د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د کرنې د مسلکي لېسې د پرانيستې پر مهال وکړې.
دا لېسه په ٢٥ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، دوه پوړونه،١٦ درسي او اته اداري خونې لري،چې د پوهنې وزارت د ديارلس ميليونه، اوه سوه او شل زره افغانيو په لګښت په يوه کال کې جوړه شوې.
ننګ وويل، د خوست ولايت په پوهنيز ډګر کې زيات پرمختګ شوى، د نيمه لوړو زده کړو ١٢مسلکي انستيتيوتونه لري.
هغه زياته کړه: ((په ډېر نږدې وخت کې د دغه انستيتيونو شمېر ٧٠ ته پورته ، په مختلفو حرفوي او مسلکي برخو کې به زده کوونکي په کې روزل کېږي.))
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل ، په خوست کې ٤٢٠ ښوونځي شته؛ شاوخوا ٣٠٠ زده کوونکي په کې د ٨٨٤٣ تنو ښوونکو له خوا زده کړې ترلاسه کوي.
ده وويل ، په خوست ولايت کې تراوسه ټول ښوونځي فعال دي، خو يواځينۍ ستونزه د ښوونکو د تشکيل کموالى او د پنځه پنځوس سلنه ښوونځيو ته د ودانيو نه شتون دى.
نوموړي د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه، چې دې ستونزو ته پاملرنه وکړي، څو د ښوونې بهير لا پياوړى شي.
د نصيب الله په نامه د دې لېسې زده کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، خوشاله دى چې د ټنيو د کرنې د لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه.
نوموړي وويل، چې دې لېسې پخوا ودانۍ نه درلوده، زده کوونکي به يې په سختو شرايطو کې درسونه ويل.
د يوه بل خبر له مخې، نن د خوست ولايت د ګربزو او تڼيو ولسواليو ترمنځ د څلور عشاريه اته کيلومتره نښلوونکي سړک چارې پاى ته ورسېدې.
والي عبدالجبارنعيمي وويل، دغه سړک ډېر مهم دى؛ ځکه د دوو ولسواليو قومونه سره نښلوي.
د ده په خبره، دا سړک د نړيوال بانک د لس ميليونه، اوه سوه يوڅلوېښت زره افغانيو په مالي جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.
د نوموړي په وينا، دغه سړک د تڼيو د دره ګي له سيمې پيل او د ګربزو ولسوالۍ د پتلانو تر سيمې غځېدلى دى.
هغه وويل،دا سړک په خامه شکل جوړ شوى، چې دوه ويشت پولګوټي ، شل متره استنادي دېوال او د پنځلس مترو په اوږدوالي سمنټي فرش لري.
د سيمې اوسېدونکي محمود پژواک ته وويل، چې دا سړک بايد په اساسي ډول جوړ شي.
ده زياته کړه ، دا د خوست له سوداګريزو سړکونو ګڼل کېږي، بايد پاملرنه ورته وشي، ځکه د ده په وينا له دې لارې له پاکستانه راوارېدونکي توکي خوست ولايت ته راوړل کېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن