کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٣): حکومت وايي چې د شپې له خوا په هېڅ ډول پوځي عملياتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، کوم راپورونه چې په رسنيو کې له افغان امنيتي چارواکو څخه نقل قول شوي دي، چې ګواکې افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالو ځواکونو ته د شپې له خوا د عملياتو اجازه ورکړل شوې ده او يا به اجازه ورکړل شي، په بشپړ ډول ناسم او بې بنسټه دي.
سرچينه وايي: “هېڅ ډول نظامي عملياتو ته د شپې له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې.“
په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر اشرف غني امنيت شورا ته دنده سپارلې، ترڅو يو طرزالعمل د افغانستان د ټولو اړوندو قوانينو، اسلامي او افغاني ارزښتونو او د افغانانو د دود او ځايي عنعنو سره په بشپړ توافق کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو د څرنګوالي د تنظيم لپاره چمتو کړي.
سرچينه کاږي، دغه طرزالعمل به ولسمشر په خپله يو ځل ګوري او وروسته له هغه چې ډاډ ترلاسه شي، چې په دغو عملياتو کې افغانانو او افغان امنيتي ځواکونو ته کوم خطر او زيان متوجه نه دی، ښايي چې عمليات تر سره شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه طرزالعمل تر کار لاندې دی او تراوسه پورې نهايي شوی نه دی.
پوځي شپني عمليات، درې کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوه حکم له مخې ودرول شول. هغه ويلي و، چې دغه ډول عمليات، د غير پوځيانو د مرګ ژوبلې لامل کېږي او د دولت او خلکو ترمنځ په اړيکو منفي او ناوړه اغېزه کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن