ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې بېلابېل کورني توليدات نندارې ته وړاندې شول

13 Nov 2014 - 16:48
13 Nov 2014 - 16:48

مزارشريف (پژواک، ٢٢ لړم ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د افغانستان د نوو مارکېټونو پرمختايي پروژې له لارې د لسګونو کورنيو شرکتونو بېلابېل کورني توليدات نندارې ته وړاندې شول.

د سوداګرۍ او صنايع وزارت خصوصي سکتور د پراختيا عمومي رييس او د نوو مارکېټونو د پرمختايي پروژې مسوول عبدالرحيم سعيدي د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوو مارکېټونو پرمختايي پروژه دوه کاله وړاندې په بلخ ولايت کې پيل شوې وه.

نوموړي زياته کړه چې د يادې پروژې له لارې د سوداګرۍ او صنايع وزارت د نړيوال بانک ۲۲ ميليونه امريکايي ډالرو په مالي ملاتړ کورني توليدات او صنايع رامنځ ته کوي او بازار ته يې وړاندې کوي.

ياد شرکتونه بايد ۵۰ سلنه لګښت په خپله وکړي او پاتې ۵۰سلنه لګښت ورته د پور په بڼه له يادې بوديجې ورکول کېږي.

د هغه په وينا، نن د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې چې کومې کمپنۍ د يادې پروژې له لارې تمويل شوې، توليدات يې نندارې ته وړاندې شوي او د اروزنې لپاره يې کنفرانس نيول شوی دی.

سعيدي وويل چې د يادې پروژې له لارې يې له ۷۵ ډېرو شرکتونو سره د مرستو قراردادونه کړي وو چې نن يې د نږدې ۶۰ شرکتونو توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دغو توليداتو کې غوړي، جامې، لاسي صنايع، شات، امنيتي کمرې، سپورتي جامې، لبنيات او دې ورته لسګونه افغاني توليدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د يادو شرکتونو د خپلو توليداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ستره ستونزه لرله چې د يادې پروژې له لارې ورسره دوی مرسته وکړي.

د هغه په وينا د دوی په مرسته يادو شرکتونو نه يواځې دننه هېواد کې خپلو توليداتو ته بازار وموند، بلکې خپل توکي يې ځينو بهرنيو هېوادونو ته هم صادر کړل.

همداراز له شرکتونو سره د توليداتو په بسته بندۍ کې مرسته وشوه چې په نړيوالو معيارونو خپل توليدات نورې نړۍ ته وړاندې کړای شول.

خو سعيدي وويل چې لا هم دغه شرکتونه د ترانسپورت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د لويو لارو پر سره د غير قانوني پيسو اخيستو ورته ستونزې ولاړې کړي دي.

د سنايي زاده د نباتي غوړيو د توليد شرکت رييس امام الدين سنايي زاده پژواک ته وويل چې دوی د يادې پروژې پر يو څه مرسته په لومړي ځل په بلخ کې د نباتي غوړو د توليد او تصفيې شرکت جوړ کړ.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد شرکت له لارې يې ۱۵۰ سړيو او ښځو ته د کار زمينه برابره کړې او له لارې افغاني توليدات وړاندې کړي دي.

د هغه په وينا، دوی هر څه تر ډېره کچه د خپلو مالي امکاناتو له لارې ترسره کړي او دولت لا هم کومه جدي پاملرنه نه ده کړې.

سنايي زاده وويل چې د دوی له ټولو ستره ستونزه د بهرنيو بې کيفيته توکو واردات دي چې بايد دولت يې مخنيوی وکړي.

د نوو مارکېټونو د پرمختيايي پروژې مسوول سعيدي وويل چې دغه پروژه د بلخ تر څنګ د هېواد په هرات، کابل او ننګرهار ولايتونو کې هم پلی شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې لا هم خصوصي سکتور د نوي حکومت جدي پاملرنې او مالي ملاتړ ته اړتيا لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version