ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني اسلام اباد ته لاړ

14 Nov 2014 - 09:43
14 Nov 2014 - 09:43

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته لاړ.

د ارګ له خوا په هغه خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې ولسمشر غني به په دغه دوه ورځني سفر کې له  خپل سيال ممنون حسين، د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف ، دهغه له سلاکار سرتاج عزيز او د ځينو سياسي ګوندونو له مشرانو سره  وګوري.

په دغه سفر کې،چې د پاکستان د لومړي وزير په رسمي بلنه تر سره کيږي ، د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګښت او پرخوالي او د دوه اړخيزو همکاريو په اړه به خبرې اترې وشي.

همدارنګه ولسمشر غني به له افغان او پاکستاني سوداګرو او دافغانستان-پاکستان له پارلماني ډلې سره هم وګوري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم پرون په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي و، چې په دغه رسمي سفر کې به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو، د سيمې د امنيت، ثبات او سرحدي موضوع ګانو په اړه خبرې وشي.

دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې په روانه اوونۍ کې لومړى د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او ورپسې د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مشر جنرال رضوان اختر کابل ته سفرونه  درلودل.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، د ولسمشر فوق العاده استازى احمد ضيا مسعود، د اجراييه رييس لومړى مرستيال انجنير محمد خان، د بهرنيو، ماليې، پوهنې، سوداګرۍ او سرحدونو چارو سرپرست وزيران، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز، د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس او د ملي شورا يو شمېر غړي ملتيا کوي.

د يادونې ده چې پخواني ولسمشر حامدکرزي په خپلې وروستۍ وينا کې ويلي و، چې پاکستان ته يې ٢٠ ځلې سفرونه کړي، خو ګټور نه وو ثابت شوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version