ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١١ وسله وال وژل شوي

17 Nov 2014 - 17:58
17 Nov 2014 - 17:58

کندوز، فيروزکوه (پژواک ٢٦ لړم ٩٣): د کندوز ولايت په عملياتو کې ٩ وسله وال مخالفين او دوه د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او همدارنګه په غور ولايت کې دوه ماين جوړونکي د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې دغه ډله وسله وال مخالفين د “شاهين ١١” عملياتو په پايله کې چې په دشت ارچي ولسوالۍ او د کندوز په مرکز ګورتپه سيمه کې د امنيت د ټينګښت په موخه پر لاره اچول شوي؛ وژل  شوي او اوه نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت له لوري نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې د پل مومن، قابچين ها، قشلاق او خواجه نور کلي د وسله والو مخالفينو له وجود څخه پاک شوي دي.

د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو د درنو وسلو پر  ډزو او د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو دوه منسوبين وژل شوي دي.

د دشت ارچي د پل مومن سيمې يوه اوسېدونکي عزيز الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله وال مخالفين له تېرو دوو کلونو راهيسې د کندوز او تخار ولايتونو پر سرحد په ازاد ډول تګ راتګ کوي او د ګډو امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.

هغه زياته کړه، چې خلک د نا امنيو له امله  له خپلو ورځنيو او کرنيزو کارونو پاتې دي او پر دې سربېره له دشت ارچي څخه لسګونه کورنۍ د تخار ولايت خواجه غار ولسوالۍ ته کډه شوې دي.

نوموړي د دوى په سيمه کې د عملياتو د دوام غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، هيله ده چې وسله وال مخالفين نور د دوى له سيمې وشړل شي او خلک خپلو کورونو ته راستانه شي، څو ارامه ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي چارواکو دوه ورځې وړاندې ويلي و، چې د “شاهين ٩” عملياتو په پايله کې يې په کندوز کې د بهرنيانو په ګډون ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او لسګونه نور نيول شوي دي.

دغه عمليات د لړم مياشتې له ١٧ نېټې راهيسې په چهاردرې ولسوالۍ او د کندوز په مرکز د ګل تپې په سيمو کې د ملي اردو د کومانډو، ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت له لوري په ګډه تر سره شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې ادعا کړې وه چې د ګورتپۍ سيمې او د چهاردرې ولسوالۍ ډېرى سيمې د دوى په کنټرول کې دي او امنيتي ځواکونو ته به يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوله.

غور ولايت کې هم د يوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د غور والي سيدانور رحمتي پژواک ته وويل، چې ياد کسان د فيروزه د کډوالو په ښارګوټي کې پر ماين جوړولو بوخت و، چې په ترڅ کې يې تېره شپه ماين پرې چاودنه کړې او دواړه په کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دوى له وسله والو طالبانو سره اړيکې درلودې او له دغو ماينونو څخه په ګټې يې غوښتل چې سيمه ييز چارواکي په نښه کړي.

درې کاله وړاندې هم په همدې ښارګوټي کې يوه ځانمرګي د پوليسو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې په پايله کې يې يواځې ځانمرګى ووژل شو.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version