ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: طالبان او حقاني شبکه د سيمې هېوادونو او امريکا ته ستر ګواښ دي

19 Nov 2014 - 11:51
19 Nov 2014 - 11:51

واشنګټن (پژواک، ٢٨ لړم ٩٣): امريکا وايي چې د نورو ترهګرو ډلو په پرتله د حقاني شبکه د سيمې هېوادونو او امريکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دى.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي مسوول جيف راتکي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته کړې دي.

هغه زياته کړې: ((موږ له څه مودې راهيسې پاکستان ته دا باور ورکوو چې طالبان، حقاني ډله او نورې ترهګرې ډلې نه يواځې د سيمې هېوادونو، بلکې پاکستان او ا مريکا ته ستر ګواښ دي.))

د نوموړي په وينا، تر ټولو مهمه دا ده چې په سيمه کې دا هڅې ترسره شي، څو ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې په لاس ور نه شي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف او د هغه د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

سرتاج عزيز پرون له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ويلي وو، دوى هغه ترهګر په نښه کوي چې د پاکستان پر ضد دي، خو د افغاني طالبانو په ګډون هغه ډلې چې د پاکستان پر ضد نه دي، ولې يې په نښه کړي.

د سرتاج عزيز دغه څرګندونې د امريکايي رسنيو تر څنګ د افغانستان د حکومت او يو شمېر افغانانو سخت غبرګون راپارولى دى.

ډېرى افغانان پر دې باور دي چې د سرتاج عزيز څرګندونې د پاکستان هغه تګلاره څرګندوي چې د افغانستان او طالبانو لپاره يې لري.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يادې سرچينې ويلي: ((موږ پر دې باور يو چې په پاکستان کې مېشتې ټولې ترهګرې ډلې د سيمې د هېوادونو او امريکا لپاره ستر ګواښ دي.))

سرچينې زياته کړې چې امريکا به خپل دغه دريځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف ته هم ورسوي، څوک چې اوسمهال د امريکا په رسمي سفر بوخت دى او پرون يې د امريکا د پوځ له مشرانو سره ليدنې کتنې کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version