ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جان کيري د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

1 Dec 2014 - 10:03
1 Dec 2014 - 10:03

واشنګټن (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د افغانستان پر وروستيو او تر ٢٠١٤ کال وروسته پر رامنځته کېدونکو حالاتو خبر وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره (اى اېس پي ار) د لېندۍ په لسمه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د اړيکو تر څنګ په افغانستان کې پر رامنځته شوو نوو بدلونونو هم بحث وشو.

سرچينې زياته کړې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پاکستان او افغانستان د اړيکو پر ښه کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو ښې اړيکې د سيمې د ثبات لپاره ګټورې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جان کيري جنرال راحيل شريف ته په دې برخه کې له خپل لوري د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دې ليدنې پر مهال د پاکستان د پوځ مشر جان کيري ته په شمالي وزيرستان کې د روانو عملياتو په اړه هم معلومات ورکړل.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په امريکا کې دى، د دغه هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې دي.

کتونکي امريکا ته د هغه سفر له دې امله مهم بولي چې په افغانستان کې نوى حکومت جوړ شوى او ټاکل شوې چې تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان ‌څخه نړيوال جګړه ييز ځواک ووځي او په سيمه کې نوي حالات رامنځته کېدونکي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version