ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل سلګونو اوسېدونکو د پروني بريد په غبرګون کې لاريون وکړ

1 Dec 2014 - 13:38
1 Dec 2014 - 13:38

کلات ( پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣ ) : د زابل د شاه جوى ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د پروني بريد په غبرګون کې لاريون وکړ، چې له امله يې ١١ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د شاه جوى ولسوالۍ چارواکو پرون پژواک ته ويلي و ، چې د وسله والو مخالفينو له خوا د توغول شوې هوان مرمۍ د لګېدو له امله څلور عام وګړي وژل شوي او اوه نور ټپيان  شوي دي.

د دې ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د لېندۍ په ١٠مه، د ولسوالۍ په بازار کې لاريون وکړ او د کابل – کندهار لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

د نعمت الله په نامه يو تن لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې لاريون کې تر ٣٠٠ زياتو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې لاريون کوونکو د پرونۍ پېښې د عاملينو د نيولو او د سختې سزا ورکولو غوښتنه کوله.

د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطا جان پژواک اژانس ته وويل چې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو سوله ييز لاريون کړى او کومه ستونزه په کې رامنځته نه شوه.

د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو غوښتل چې په دې لاريون کې ګډوډي جوړه کړي، خو ده له لاريون کوونکو سره وليدل او هغوى خپل لاريون ژر پاى ته ورساوه .

د ولايتي شورا رييس وويل چې لاريون کوونکو ته يې ډاډ ورکړى، چې پرونۍ پېښه به په جدي توګه وڅېړل شي.

پرون د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي پژواک ته ويلي و ، ياده پېښه د دغې ولسوالۍ د لالي په کلي کې رامنځ ته شوې وه.

هغه زياته کړې وه، چې وسله والو طالبانو په ياد سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى او د بريد په ترڅ کې يې يوه د هوان مرمۍ په کلي کې لګېدلې ده.

ده ويلي و ، چې د پېښې په قربانيانو کې ماشومان هم شته او د ټپيان روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دى.

د لالي د کلي اوسېدونکي نعمت الله وويل، چې د هوان مرمۍ د کلي  جومات خواته لګېدلې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version