پل علم (پژواک ١٥ لېندۍ ٩٣): د لوګر د مرکز پل علم د داودخېلو لېسې يو ښوونکی د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
د لوګر د پوهنې رييس اکبر ستانکزي د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار مهال يې په مرکز پل علم کې د داودخېلو د هلکانو لېسې ښوونکى عباس پر ډزه وژل شوى دى.
هغه وويل چې دغه ښوونکى ښوونځي ته پر لاره و چې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړي او وژلى يې دى.
دا په داسې حال کې ده چې ياد ښوونکي له چا سره دښمني نه درلوده او نه يې هم له کومې ډلې سره اړيکې وې.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک اژانس ته تاييد کړه چې يو ښوونکى د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوى او دوى يې په تړاو څېړنې پيل کړې دي.
د پوهنې وزارت د نشرانو رييس او وياند کبير حقمل پژواک ته ويل: ((په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو چې د لوګر د داودخېلو د هلکانو لېسې ښوونکى مير عباس خان نامعلومو وسله والو پر ډزو وژلى دى.))
حقمل وويل ، استاد عباس خان له کلونو راهيسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله، چې لس کاله يې يواځې په ياده لېسه کې تدريس کاوه.
هغه وويل، د پوهنې وزارت له امنيتي ځواکونو غواړي چې پر استاد عباس بريد کوونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د دغه ولايت لس ښوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن