ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دانګام پاڅون کوونکو د بېړني هوايي ځواک غوښتنه وکړه

15 Dec 2014 - 15:09
15 Dec 2014 - 15:09

 اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٣ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي چې په دانګام ولسوالۍ کې اوس هم جګړه روانه ده او تر اوسه ٤٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بله خوا د دانګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر له حکومت څخه دبېړني هوايي ځواک مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه جګړه تېره ورځ وروسته له هغه پيل شوې، چې سلګونو وسله والو مخالفينو په سيمه کې د  پاڅون کوونکو پر ضد بريدونه پيل کړل.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دوو زرو پورې وسله والو ددانګام ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو بريدونه کړي وو.  

هغه زياته کړه‌، چې وسله وال مخالفين د پاڅون کوونکو له سخت غبرګون سره مخ شول او د پاڅون کوونکو مرستې ته امنيتي ځواکونه هم رسېدلي او له وسله والو سره په جګړه کې بوخت دي.

سيدخېل وايي چې تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۲۸ نور يې ټپيان دي ، نوموړی د  دوه افغان ســــرتېرو وژل کېدل او د څلورو نورو ټپي کېدل هم مني.

امنيه قوماندان وويل چې د وسله والو مخالفينو په ډله کې ډېرى پاکستاني وسله وال موجود دي .

په دانګام ولسوالۍ کې د پا‌څون کوونکو يوتن مشر حاجي مزمل وايي چې دوى تر اوسه له خپلو امنيتي پوستو په کلکه دفاع کړې او وسله وال يې په شاه تمبولي دي.

هغه له امنيتي چارواکو وغوښتل چې دوى ته هوايي مرستې ور ولېږي څو د وسله والو مخالفينو د ډېرو بريدونو مخه ونيول شي.

ده زياته کړه : (( موږ تر اوسه په دې جګړه کې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه پورته کړې او که په وخت سره موږ ته مرستې ونه رسېږي، نو له ستونزو سره مخامخ کېږو.))

د پاڅون کوونکو مشر وويل چې د افغانستان  ځمکني ځواکونه يې مرستې ته راغلي، خو دا چې په لاره کې ماينونه ډېر دي، نو دوى هم تر اوسه نږدې نه دي رسېدلي.

خو نوموړي په ټينګار سره د هوايي ځواک د مرستې غوښتنه وکړه.

د اسعداباد مرکزي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه ورته له يادې جګړې دوه جسدونه او ‌څلور ټپيان راوړل شوي دي.

هغه د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله.

بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دانګام کې يې ګڼ شمېر پوستې او پوځي موټر له منځه وړي او ډېرى سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version