ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې مېشتو وزيرستاني کډوالو د بېړنيو ژمنيو مرستو غوښتنه وکړه

16 Dec 2014 - 18:49
16 Dec 2014 - 18:49

خوست ( پژواک،٢٥ ليندۍ ٩٣): په خوست کې د شمالي وزيرستان مېشتو کډوالو په يوه غونډه کې له افغان دولت او نړيوالو سازمانونو څخه د بېړنيو ژمنيو مرستو غوښتنه وکړه.

ياد شوي کډوال چې شمېر يې شاوخوا دېرش زره کورنيو ته رسيږي او د خوست په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي، شاوخوا شپږ مياشتې مخکې وروسته له هغه خوست ته راکډه شول، چې پاکستاني پوځيانو يې په سيمو کې عمليات پيل کړل.

د خوست په نننۍ غونډه کې د وزيرستاني کډوالو پر لسګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو سربېره د خوست ولايت چارواکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو هم ګډون کړی و.

د شمالي وزيرستان د ديني علماوو او قومي مشرانو په استازيتوب مفتي فضل الرحمن په غونډه کې خبرې وکړې او تر اوسه يې له  کډوالو سره له شويو مرستو مننه وکړه، خو ويې ويل، چې دوی ډېرو نورو مرستو ته هم اړتيا لري.

هغه زياته کړه: “داسې کورنۍ هم شته، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې يواځې يو ځل مرسته تر لاسه کړې. زموږ غوښتنه دا ده، چې افغان حکومت او نړيوال سازمانونه دې پوره مرسته وکړي.”

يو بل تن وزيرستاني کډوال حاجي عمرخان وزير هم غونډې ته په خبرو کې له دولت او نړيوالو څخه وغوښتل، چې په بېړني ډول ورسره ژمنۍ مرستې وکړي.

هغه زياته کړه: “هغه کډوال، چې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي، له ستونزو وژغورل شي. دوی د روغتيا او ساړه له امله له ستونزو سره مخ دي.”

د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي يادې شوې غونډې ته په خبرو کې افغانستان د شمالي
وزيرستان د خلکو کور وباله.

ده وويل، چې افغان دولت او ولس د اسلامي وجيبې او مسووليت پر بنسټ د شمالي وزيرستان له خلکو سره د مرستو او همکارۍ کول خپل مسووليت ګڼي.

هغه دغه راز وويل، چې د شمالي وزيرستان د بې ځايه شويو کورنيو ټولې بنسټيزې غوښتنې او وړانديزونه يې د هېواد تر ولسمشر او اړوندو ادارو رسولي دي.

نعيمي زياته کړه: “موږ د کډوالو ماشومانو ښوونې او روزنې او روغتيا ته لومړتيوب ورکړى. ماشومانو ته بايد د پوليو ضد واکسين تطبيق شي او د ښوونځيو ټول امکانات ورته برابر شي.”

د هېواد د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو مشر اکبرجان فولاد، چې په غونډه کې يې ګډون کړی و، د ستونزو پر وړاندې د کرښې دواړو غاړو ته پر پرتو قومونو د يووالي او ګډې مبارزې غږ وکړ.

ده پر قومونو غږ وکړ، چې د ځوان نسل ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو ستونزې د پوهې او علم له لارې حل کړاى شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version