ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د سينه بغل له امله ٢٩ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى

25 Dec 2014 - 19:10
25 Dec 2014 - 19:10

هرات (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، چې د تېرو دوه مياشتو په ترڅ کې په دغه ولايت کې ټوخي او سينه بغل ناروغۍ له امله ٢٩ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې په دغه روغتون کې د انتاني او ساه لنډۍ په ناروغۍ د اخته شاوخوا ٢ زره ماشومانو درملنه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې له دې جملې يې د سينه بغل او ټوخي ناروغيو له ٦٧٠ څخه ډېرو ماشومانو مراجعه کړې، چې شاوخوا ٢٠٠ ماشومان د ناروغۍ د سختوالي له امله د هرات د ماشومانو په روغتون کې بستر شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ٦٧٠ ماشومانو له ډلې يې ٢٩ ماشومانو د ناروغۍ د سختوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او پاتې نور له درملنې کولو وروسته رخصت شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند، د ماشومانو د مړينې لامل د هغوى د مور او پلار له لوري د خپلسري درملنې پايله وبلله او ويې ويل، چې د سينه بغل ناروغۍ ډېرى ماشومان ډاکټر ته له مراجعې پرته د هغوى د ميندو او پلرونو له لوري ورته په خپلسري ډول دوا ورکول کېږي، چې دا ډول درمنله د ماشومانو ناروغي نوره هم سختوي او د هغوى د مړينې سبب ګرځي.

د شېرزي په وينا، په دې ناروغيو ډېرى اخته ناروغان له شپږو کلونو څخه د ټيټ عمر ماشومان دي، چې روغتيايي مرکز ته په خپل وخت د نه راوړلو له امله د دوى ناروغۍ سختې شوې دي.

هغه د ماشومانو له ميندو او پلرونو وغوښتل، چې له پنځو کلونو د ټيټ عمر ماشومان روغتيايي مرکزونو ته يوسي او واکسين ورته ورکړي.

د شېرزي په وينا، د سينه بغل واکسين ماشومانو ته کوم زيان نه اړوي او همدارنګه د همدې ناروغۍ تر څنګ د نورو وژونکو ناروغيو پر وړاندې هم ښې پايلې لري.

دا په داسې حال کې ده چې دهرات روغتون کې دداخله ناروغيو متخصص او د ماشومانو مسوول ډاکټر ميرويس عابدي پژواک ته وويل چې هره ورځ تر شلو پورې په سينه بغل اخته ناروغان د دوى په روغتون کې بستر کېږي.

 هغه زياته کړه چې په تېر کال کې په سينه بغل اخته ناروغان نه دي څرګند، خو د تېر کال په دوو مياشتو کې په همدې وخت ١٧ ماشومان د سينه بغل ناروغۍ په سبب مړه شوي چې دا شمېره د روان کال په تېرو دوو مياشتو کې ٢٩ ماشومانو ته رسېږي.

 هغه وايي ، که څه هم په دې ولايت کې د سينه بغل ضد واکسين پلي شوي، خو بيا هم دغه ناروغي مخ پر زياتېدو ده.

د امنې په نامه يوې مور چې پنځه کلن زوى يې په سينه بغل اخته شوى، پژواک ته يې وويل:((دوه اونۍ کېږي چې زوى مې ټوخلې نيولى، د استامينو فن څاڅکى مې ورکړ، ښه نه شو او وضعيت يې خراب شو، روغتون ته مې راووړ، اوس له دوو ورځو راهيسې دلته بستر دى.))

دا په داسې حال کې ده چې د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو د برخې ډاکټر وحيد احمد فقيري، د سينه بغل ناروغۍ د مخنيوي په اړه پژواک ته وويل چې کورنۍ دې په لومړي قدم کې په سينه بغل اخته ناروغان له روغو ناروغانو لرې وساتي.

هغه زياته کړه هر وخت چې ماشومان وټوخېږي يا په انتاناتو او تنفسي ناروغيو مصاب شي، بايد له ماسک څخه کار واخلي او خپل ماشومان ددې ناروغۍ نه تر ښه کېدو پورې له ځانه لرې وساتي.

 د تودو جامو کارول، تاوده مايعات، په معياري ډول د  کورونو تودول او د ماشومانو نا مناسبه تغذيه له هغو مواردو څخه دي چې روغتيايي چارواکي يې په ماشومانو کې د سينه بغل ناروغۍ د پيدايښت سبب بولي، دوى له کورنيو غواړي چې په ماشومانو کې ددې ناروغۍ د خورېدو د مخنيوي لپاره ياد شوي ټکي مرعات کړي.

سينه بغل يا “ذات‌الريه” د سږو التهابي وضعيت دى چې په عمومي ډول د “الويلونه” په نوم د هوا ميکروسکوبي کڅوړې تر تاثير لاندې راولي.

دغه ناروغي معمولا د باکترياوو، ويروسونو  او کله کله هم د نورو ميکرو ارګانيسمونو  د غفونيت په سبب رامنځته کېږي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version