ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د سنګين د پېښې په تړاو شپږ سرتېري د پلټنو لپاره نيول شوي

2 Jan 2015 - 12:09
2 Jan 2015 - 12:09

لښکرګاه ( پژواک، ١٢ مرغومى ٩٣ ) :د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د ملي اردو شپږ سرتېري د سنګين د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره نيول شوي دي.

وړمه شپه (د مرغومي لسمه) د سنګين ولسوالۍ د ميان رودي د سيمې په يوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال، راکټي بريدونه وشول، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٢١ تنه  ووژل شول او تر ٥٠ زيات ژوبل شوي دي، چې په مړو او ټپيانو کې ډېرى ښځې او ماشومان دي.

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه بريد د ملي اردو سرتېرو کړى او په غبرګون کې يې پرون په لښکرګاه ښار کې لاريون هم کړى و.

د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د سنګين په پېښه کې ملي اردو لاس لرل.

هغه پژواک اژانس ته وويل  ، د هغو پوستو يو شمېر سرتېري د پلټنو لپاره راوستل شوي، چې د واده پر مراسمو يې بريدونه کړي وو.

خو نوموړى وايي چې دا تر اوسه نه ده معلومه، چې دوى بې ځايه بريد کړي و او که د جګړې پر مهال دا مرمۍ پر ياد کور لګيدلي دي.

رسوليار زياته کړه : (( سنګين  کې هره ورځ جګړه روانه وي، هېڅ داسې ځاى پکې نشته، چې کومه ورځ جګړه هلته نه وي، خو تر بشپړو څېړنو وروسته به هر څه روښانه شي.))

د هلمند د والي وياند عمر ځواک  پژواک اژانس ته وويل چې پرون د ولايت يو پلاوى سنګين ولسوالۍ ته تللى و او د پېښې  لومړنۍ څېړنې يې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو لاس درلود او يادې پېښې سره په  تړاو د ملي اردو شپږ سرتېري د پلټنو لپاره لښکرګاه ته راوړل شوي دي.

ځواک زياته کړې : (( پلاوي ته د سنګين خلکو دوه ډوله خبرې کړې، ځينو ورته ويلي، چې دملي اردو سرتېرو همداسې ډزې کړې او بل ويلي چې د جنګ پر مهال يې بريد کړى دى.))

د نوموړي په وينا، د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنيت دپېښې د نورې څېړنې لپاره شوراب پوځي اډې ته رسيدلي او نن به لښکرګاه ته راشي.

د والي وياند وايي، ټاکل شوې ده، چې د ولسمشر اشرف غني لخوا ټاکل شوى څيړنيز پلاوى هم نن لښکرګاه ته ورسېږي .

بلخوا دسنګين ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکي چې د احتجاج او لاريون لپاره لښکرګاه ته راغلي وو، نن يې د ولايت مقام مخې ته لويه خېمه وهلې ده.

دوى چې پرون يې لاريون هم ترسره کړى و، وايي، څو پورې چې ولسمشر پخپله رانه شي او دوى ته ډاډ ورنکړي، نو  دوى به د ولايت مقام له مخې څخه خېمه پورته نه کړي.

د سنګين يو تن قومي مشر او د احتجاج کوونکو غړى حاجي عبدالخالق پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې سنګين کې جګړه ده او هره ورځ ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

هغه زياته کړه : (( کله مو دولت وژني او کله وسلوال مخالفين، نور موږ ته دا د منلو وړ نه دي.))

د نوموړي په وينا، که چېرې حکومت سنګين نه شي ساتلى نو بيا دې ولس ته پرېږدي چې ولس يې وساتي.

وسلوالو طالبانو د سنګين په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version