کابل ( پژواک ۸ سلواغه ۹۳ ) د افغانستان د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله هيله وښوده چې د کرکټ ملي لوبډله به په نړيوال جام کې ښه وځليږي او دغې لوبډلې ته يې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ .
ډاکټر عبدالله دغه څرګندونې د سلواغې په ۸مه، په سپېدار ماڼۍ کې دافغانستان کرکټ بورډ ادارې له مشرتابه پلاوي او د کرکټ ملي لوبډلې سره د ليدنې پر مهال وکړې.
دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش په پيل کې د نړيوال جام لپاره د ملي لوبډلې د لار موندنې او په دې برخه کې دشويو تياريو په اړه اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه، چې دافغانستان ملي لوبډله په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يو ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده، چې د افغانانو لپاره لويه لاسته راوړنه ده.
دانش وويل چې ملي لوبډله د جمعې په ورځ په نړيوال جام کې د ګډون په موخه داستراليا پر لوري روانيږي او دافغانستان له اجراييه رييس څخه يې مننه وکړه چې په دې مرحله کې يې لوبغاړو سره وليدل او هغوی يې تشويق کړل.
ډاکټرعبدالله لوبغاړو ته وويل چې د ټول هېواد سترګې ستاسو پر لوري دي او ستاسو د برياليتوبونو لپاره دعاګانې کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د کرکټ لوبغاړو تل هېواد ته وياړونه راوړي او د حکومت په استازيتوب يې له لوبغاړو څخه مننه وکړه.
د هغه په وينا، د افغانستان کرکټ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او ډاډ يې ورکړ چې حکومت به د کرکټ ادارې او لوبغاړو هر ډول ملاتړ کوي.
اجراييه رييس دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له بهرنيو نړيوالو روزونکو هم مننه وکړه چې په دې سختو شرايطو کې افغانستان ته راغلي او له افغانانو سره د کرکټ په برخه کې مرسته کوي.
عبدالله ژمنه وکړه، چې د راتلونکي کال په بوديجه کې به د کرکټ بورډ لپاره ډيرې پيسې ځانګړي کړي.
دافغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د ادارې د جوړښت او د ملي لوبډلې د ټاکلو په اړه اجراييه رييس ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه چې افغانستان اوس د کرکټ دنړيوالې ددويمې درجې دريځ لري او هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د لومړۍ درجې غړيتوب ترلاسه کړي.
ستانکزي وويل چې په دې برخه د حکومت کلک ملاتړ او همکاري اړينه ده ترڅو دوی وکولی شي په هېواد دننه د کرکټ لوبې ته پرمختګ ورکړي.
د نوموړي په وينا، که چېرې افغانستان د لومړۍ درجې غړيتوب ترلاسه کړي، نو د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا به د کال لسګونه ميليونه ډالر فنډ ترلاسه کوي او بيا به د حکومت مرستې ته نه يواځې اړتيا نه لري ، بلکې حکومت ته به ميليونونه ډالر ماليه هم ورکوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن