ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

7 Apr 2012 - 11:06
7 Apr 2012 - 11:06

کابل (پژواک ١٩ ورى ٩١): د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د اماراتو د کرکټ په سياليو کې د شل اووريز نړيوال جام ته له لارې موندلو وروسته نن سهار کابل ته را ورسېده.

د کرکټ ملي لوبډله په دغه اوږ‌ده سفر کې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام ته د غوراوي په سياليو کې، چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ او شارجې لوبغالو کې ترسره شوې، ګډون وکړ او شل اووريز نړيوال جام ته يې لار ومونده.

دغه راز ملي لوبډلې له دغو سياليو وروسته له هالنډ سره د لويو وچو د کپ په لړ کې هم لوبه وکړه او دغه هېواد ته يې ماتې ورکړه.

د کرکټ ملي لوبډله له يادو لاسته راوړنو وروسته نن (د وري ١٩مه) هېواد ته را ورسېده.

د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر ډاکتر عمر زاخېلوال، د کرکټ بورډ مرستيال او سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش، نورو چارواکو، د ملي شورا غړو او د کرکټ مينه والو د ملي لوبډلې تود هرکلى وکړ.

د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل په هوايي ډګر کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې نړيوال جام ته يې د لوبغاړو د ښې وړتيا او د هېوادوالو د دعاګانو له برکته لاره ومونده.

هغه زياته کړه: ((١٦ پياوړې لوبډلې راغلې وې، له دغو نړيوال جام ته يواځې دوو لوبډلو لاره موندلې، چانس کم و، خو بيا زموږ لوبغاړو ښه لوبه وکړه او خپل هدف ته يې ځان ورساوه.))

د نوروز منګل په وينا، ملي لوبډلې يو ځل بيا نړۍ ته وښوده، چې د غريب افغانستان ملي لوبدله په توکل برياوې نه ترلاسه کوي، بلکې د خپلې وړتيا او استعداد له امله برياوې ترلاسه کوي.

نوموړي د لوبغاړو د ښې لوبې ترڅنګ د نوي روزونکي کبيرخان، د لوبغاړو له ډاکتر او اداري پلاوي هم مننه وکړه، چې له دوى سره يې ډېره خواري کړې ده.

د کرکټ بورډ مرستيال او سلاکار وزير شهزاده مسعود، چې د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته راغلى و، پژواک ته وويل، چې ملي لوبغاړو تل په تش لاس او کمو امکاناتو لويې لاسته راوړنې درلودلې.

هغه زياته کړه، چې افغان لوبغاړي ښه استعدادونه لري او د کرکټ له نړيوالې شورا يې وغوښتل، چې د افغانستان لپاره په لويه کچه سيالۍ برابرې کړي.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش پژواک ته وويل، چې دوى د يادو سياليو لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ملي لوبډلې ته د تمريناتو اسانتيا برابره کړې وه.

د نوموړي په وينا، د شل اووريز نړيوال جام، چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، ملي لوبډلې ته يې د تياريو يو بشپړ پلان جوړ کړى دى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version