ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشټون کارټر: له افغانستانه د بشپړ وتلو پر پلان له سره کتنه کېداى شي

3 Feb 2015 - 13:43
3 Feb 2015 - 13:43

کابل (پژواک،١٤ سلواغه ٩٣): د امريکا دفاع وزارت ته کانديد وزير وايي، چې که د افغانستان امنيتي حالت خراب شي، نو دوى به له افغانستانه د بشپړ وتلو پر پلان له سره کتنه وکړي.

اشټون کارټر د چک هېګل پر ځاى د امريکا د نوي دفاع وزير په توګه کانديد شوى ، هېګل له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د امريکايي اژانس (اې پي) د معلوماتو له مخې، کارټر د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون پوښتنو ته ليکلي ځوابونه  ورکړي دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په پلان کې د بدلون اراده لري، د امريکا د دفاع نوي وزير ويلي: ((هو، که چېرې د ٢٠١٦ زېږديز کال د پاى پر مهال د افغانستان امنيتي حالت خراب شي، نو په پلان کې بدلون راتلى شي.))

د داعش په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې کارټر ويلي چې په افغانستان کې د دې وسله والې ډلې له شتون او فعاليتونو خبر شوى او دغه ډله غواړي چې خپل فعاليتونه پراخ کړي.

د امريکا د دفاع کانديد وزير ويلي: ((له خپلو متحدينو همکارانو سره به په ګډه په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د فعاليتونو د پراخېدو د مخنيوي هڅه کوو.))

اشټون کارټر د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په پلان کې د بدلون په اړه يادې څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ولسمشر اشرف غني هم څو ورځې مخکې په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version