ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انګېزې شينوارې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

16 Feb 2015 - 07:26
16 Feb 2015 - 07:26

جلال اباد ( پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣ ) : د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې چې په چاودنه کې ټپي شوې وه، په روغتون کې د سختو ټپونو له امله  ساه ورکړه.

انګېزه شينوارې د سلواغې په ۲۱مه د جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې په پېښې کې ټپي شوه، چې له لومړنۍ درملنې وروسته د کابل د “سردار محمد داوودخان” روغتون ته يوړل شوه.

چارواکو ويلي وو چې دا پېښه د نوموړې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وه، چې موټر چلوونکی يې په کې وژل شوی و او د “بي بي حوا لېسې” پنځه زده کوونکې هم په کې ټيانې شوې وې.

د انګيزې شينوارې د ترور زوی نويد شينواري د سلواغې په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړې تېره شپه کابو دوولس بجې په روغتون کې ساه ورکړه.

هغه زياته کړه: (( تېره ورځ ډاکټرانو په روغتون کې د نوموړې عمليات وکړل او دوېيمه پښه يې هم ترې قطع کړه، خو د شپې کابو دوولس بجې وې چې فشار يې را ټيټ  او ساه يې ورکړه.))

نويد شينواري وويل چې د وکيلې انګيزې يوه پښه درې ورځې مخکې د عملياتو پر مهال قطع شوې وه او تر هغه وروسته يې وضعيت ښه ښودل کېده، خو دويمه پېښه يې د کم فشار له امله تېره ورځ قطع شوه.

د نوموړي په وينا، د چاودنې په ترڅ کې د دې وکيلې پښو ضربه لېدلې وه او ډاکټرانو يې پرېکول حتمي بللي وو.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري چې له انګېزې شينوارې سره په روغتون کې و ، پژواک اژانس ته تاييد کړه چې  نوموړې وکيلې تېره شپه په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هغه په وينا، د انګيزې د جنازې مراسم به نن تر غرمې وروسته په دوو بجو د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ترسره شي.

۳۳ کلنه انګېزه شينوارې د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې د ولايتي شورا په تېره او اوسنۍ دوره کې وکيله وه او تر وکالت مخکې يې د مدنې فعالې او ژورنالېستې په توګه دندې ترسره کړې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو، د مدني ټولنې فعالانو او ځايي اوسېدونکو په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړې پر وژل کېدو خواشيني ښودلې او د هغې مړينه يې ضايعه بللې ده.

تر دې مخکې د ننګرهار د ولايتي شورا منشي اجمل عمر له پژواک سره په خبرو کې ويلي و چې حکومت بايد   پر انګېزې شينوارې د شوې چاودنې د څرنګوالي په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپاري.

بله خوا د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د انګيزې په مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.

ددغې ادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انګېزې شينوارې مړينه د ټولې سيمه ييزې حکومتولۍ لپاره خواشينونکی خبر دی.

ددې ادارې سرپرست مشر متين بيګ ويلي، چې د ننګرهار په ولايتي شورا کې به د انګېزې شينوارې د فعاليتونو تشه د تل لپاره محسوسه وي .

د سيمه ييزو اورګانونو خپلواکې ادارې له امنيتي اورګانونو غوښتنه کړې چې د ولايتي شوراګانونو د استازو د امنيت ټينګښت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version