ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند پوليسو پنځه طالب قوماندانان نيولي

21 Feb 2015 - 16:05
21 Feb 2015 - 16:05

لښکرګاه (پژواک، ٢ کب ٩٣): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د مارجې ولسوالۍ په ترخه ناور سيمه کې د ذوالفقار عملياتو پر مهال پنځه طالب قوماندانان ژوندي نيول شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل وايي چې له دې ډلې درې طالب قوماندانان هغه مهال ونيول شول چې د سره صليب په موټر کې د ټپي شوو کسانو په بهانه روغتون ته پر لاره وو.

ملاخېل وايي چې امنيتي سرتېرو ته د موټرو د تلاشۍ پر مهال څرګنده شوه چې په موټر کې شته کسان روغ رمټ او طالبان دي چې په دې توګه غواړي د عملياتو له سيمې وتښتي.

ده وويل چې امنيتي ځواکونو په همدې سيمه کې دوه نور طالب قوماندانان هم نيولي چې يوه يې د ښځو جامې اغوستې وې او له بل طالب سره پر موټرسايکل سپور وو.

هغه وويل چې تر دې مهاله د دغو قوماندانانو دقيق نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو ډېر ژر به دا موضوع هم څرګنده شي.

د هلمند امنيه قوماندان وويل، اوس مهال طالبان په ياده سيمه کې محاصره دي او غواړي په يوه او بل ډول ځانونه د عملياتو له سيمي وباسي.

نوموړي وويل چې عمليات په دقيق ډول پرته له مقاومته مخې ته روان دي او ډېرې سيمې د مخالفينو له شتون څخه  پاکې شوې دي.

د سنګين يوه قومي مشر حاجي نسيم پژواک ته وويل چې د ذوالفقار عملياتو په ترڅ کې د ولسوالۍ تر بازاره ټولې سيمې پاکې شوې او تر دې مهاله ملکي خلکو ته هېڅ راز زيان نه دی او ښتى.

طالبانو د امنيتي ځواکونو د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده چې په سنګين کې د امنيتي ځواکونو عمليات د سلواغي په  ۲۶ پيل شوي او لا هم روان دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version