ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني او نوازشريف ټيلېفوني خبرې کړې

24 Feb 2015 - 09:15
24 Feb 2015 - 09:15

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٣): ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير نوازشريف په يوه ټيلېفوني اړيکه کې پر دوه اړخيزو اړيکو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې کړې دي.

د پاکستان د ملي راډيو د خبر له مخې، دا اړيکه چې تېره شپه ناوخته نيول شوې وه، دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر ضد يو ځل بيا پر ګـډې مبارزې ټينګار وکړ.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز د دې اړيکې پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ پر سياسي او سوداګريزو اړيکو د خبرو تر څنګ په ځانګړې توګه د ټرانزيټ ټريډ پر تړون هم خبرې وشوې.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د دغو خبرو پر مهال په ډاګه کړې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دواړو هېوادونو اړيکې پياوړې کېږي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر د دې اړيکې پر مهال د دواړو هېوادونو پر اړيکو ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې دا اړيکې سمې پر مخ روانې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې چې د دواړو هېوادونو د ولسونو او ادارو تر منځ په تګ راتګ او سفرونو سره اړيکې نورې هم پياوړې کېږي.

سرچينه کاږي، افغان ولسمشر له لومړي وزير نوازشريف څخه مننه کړې چې څو ورځې مخکې يې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف کابل ته رالېږلى و.

بلخوا پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې د دې اړيکې پر مهال د افغانستان ولسمشر نوازشريف ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې چې د هغه له خوا مثبت ځواب ورکړل شوى دى.

د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ دا اړيکه په داسې حال کې نيول شوې چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ په لوړه کچه پوځي اړيکې هم نيول شوې دي.

ويل کېږي څو ورځې مخکې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر د سفر پر مهال افغان چارواکو ته ډاډ ورکړى چې طالبان د سولې خبرو اترو ته اماده ګي ښودلې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version