تالقان (پژواک ١١ کب ٩٣): د تخار چارواکي وايي، ددې ولايت په مرکز تالقانو ښار کې يوې نجلۍ خپل ځان زندۍ کړى .
د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ١٨ کلنه نجلۍ نيلوفر نومېږي، چې ځان يې په ټکري (پړوني) زندۍ کړی دى.
ده زياته کړه، نيلوفر چې د تالقانو ښار د شرکت د سيمې اوسېدونکې وه، مړى يې ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
نوموړي د دې پېښې لامل په ګوته نه کړ، خو وايي، چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
د يادونې ده، چې نن د تخار ولايت د کلګفان ولسوال نوراحمد ويلي، چې د يوه جومات ملا امام پر خپلې١٥ کلنې شاګردې جنسي تېرى کړى او ترې حامله شوې ده.
خو د تخار د علماوو شورا ياده ادعا ردوي او دا د ملايانو او علماوو پر وړاندې يوه دسيسه ګڼي.
تېره مياشت د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې هم وسله والو کسانو پر يوې ١٤ کلنۍ نجلۍ تر ډله ييز جنسي تيري وروسته، هغه وژلې وه.
د ښځو چارو وزارت وايي، چې سږ کال يې پر ښځو او نجونو تر څلورو زرو زياتې د تاوتريخوالي پېښې ثبت کړې دي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن