ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ خبريالان : چارواکي معلومات نه راکوي

15 Mar 2015 - 17:10
15 Mar 2015 - 17:10

اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ کب ٩٣ ) : سره له دې چې ولسمشر معلوماتو ته دلاسرسي قانون توشيح کړى، خو د کونړ ژورنالېستان شکايت کوي، چې ددغه ولايت مسوولين ورسره معلومات نه شريکوي.

په کونړ کې د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مرستيال او د ازادۍ راډيو خبريال روح الله انوري د کب په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې ددغه ولايت امنيتي او ملکي چارواکي ورسره د معلوماتو په شريکولو کې همکاري نه کوي.

هغه زياته کړه :(( ولسمشر معلوماتو ته دلاسرسي قانون توشيح کړى او دا د هر افغان حق دى، چې معلومات ترلاسه کړي، خو ددې ولايت چارواکي وايي چې له مرکز څخه ورته امر شوى، چې رسنيو ته دې معلومات نه  ورکوي.))

د انوري په وينا، د دولت دې ګام سره په ولايتونو کـــې ژورنالېـــستان له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي .

نوموړي ګواښ وکړ، چې که  دولتي چارواکي ورسره د معلوماتو په شريکولو کې همکاري ونه کړي، نو دوى اړ دي چې د وسله والو مخالفينو او د سيمې د اوسېدونکو په حواله خپل خبرونه خپاره کړي.

په کونړ کې د بيان راډيو خبريال خيبر ډګر پژواک اژانس ته وويل چې دولت بايد د اساسي قانون او د رسنيو د قانون له مخې ژورنالېستانو ته اسانتياوې برابرې کړي نه دا چې ستونزې ورته جوړې کړي.

دی وايي، د ولايتي چارواکو له لوري ژورنالېستانو ته دمعلوماتو په نه ورکولو سره امنيت شورا په خپلې پرېکړې سره دولت ته پرته له زيانه ګټه نه شي رسولى.

په ختيځ کې د امريکا غږ اشنا راډيو تلوېزيون خبريال ذبيح الله غازي، د امنيت شورا دغه پرېکړه سمه نه بولي او وايي که ولايتي چارواکي معلومات ورنه کړي ، نو دی اړ دى  چې ددوی له غږونو پرته راپورونه چمتو کړي.

دده په وينا، د يوه سيمه ييز خبريال لپاره ګرانه ده چې د هر راپور د تاييد لپاره دوزارتونو له مسوولينو او وياندويانو سره اړيکې ونيسي.

خو ارګ ته نږدې سرچينې وايي ، دوى پر چارواکو بندېز نه دى لګولى، چې ګوندې رسنيو ته دې له  معلوماتو ورکولو ډډه وکړي.

سرچينې زياته کړې وه، د امنيت شورا پرېکړه داوه، چې په هر ولايت کې مسوول تن بايد د خپل مسووليت د ساحې اړونده معلومات رسنيو سره شريک کړي او له خپلې ساحې پرته دې خبرې نه کوي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وايي چې په ولايتونو کې د هرې امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر کولى شي چې له رسنيو سره خبرې شريکې کړي.

خو هغه زياته کړه، چې امنيه قوماندانۍ په ولايتونو کې وياندويان نه لري او يواځې د رسنيو دفتر دغه کار ترسره کولى شي .

دغه کار د ژورنالېستانو د يو شمېر ټولنو غبرګون هم راپارولى و، د افغانستان د ژورنالېستانو شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې د امنيت شورا د يوه رسمي ليک په ترڅ کې هدايت کړی چې تر دې وروسته يواځې د کورنيو چارو وزارت وياند له رسنيو سره د  امنيتي پېښو په اړه معلومات شريکولى شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version