کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): ملګرو ملتونو او روسيې په افغانستان د داعش د شتون په اړه اندېښنه وښوده او له امنيت شورا يې وغوښتل چې د دې ډلې د ودې مخنيوى وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر نيکولاس هيسم او په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر نيکولاس هيسم ويلي چې په افغانستان کې د دوى د ادارې (يوناما) ارزونې ښيي چې داعش تر اوسه په افغانستان کې ريښې نه دي غځولې، خو نوموړي د داعش د فعاليتونو په اړه د وروستيو راپورونو په هکله اندېښنه وښوده.
هغه زياته کړې: ((د يوناما ماموريت له دې امله هم اندېښمن دى چې د داعش ډله د دې وړتيا لري، چې ځينو وسله والو مخالفينو ته يوه متبادله مالي سرچينه برابره کړي.))
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د روسيې مرستيال استازي ولاديمير سفرونکوف د افغانستان په اړه د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته ويلي چې مسکو هم په افغانستان کې د داعش وسله والو د پر مخ زياتېدونکو فعاليتونو له امله اندېښمن دى.
نوموړي له امنيت شورا وغوښتل چې په افغانستان او سيمه کې د داعش وسله والې ډلې د پراختيا مخنيوى وکړي.
هغه زياته کړې: ((داسې راپورونه شته چې ياده ډله د افغانستان په شمالي برخو کې چېرې چې زموږ ملګرو او متحدو هېوادونو سره ګډه پوله لري، خوځښتونه پيل کړي چې زموږ لپاره د اندېښنې وړ دي.))
د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى او د يوناما مشر نيکولاس هيسم په ياده غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون څلور مياشتنی راپور امنيت شورا ته وړاندې کړ.
هغه زياته کړې: ((په افغانستان کې د داعش ډلې پراخ او سيستماتيک ملاتړ لېدل کېږي.))
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي، د طالبانو ځينو قوماندانانو له داعش سره خپله ژمنتيا اعلان کړې ده او ګڼ نور بيا له داعش سره د مالي ملاتړ او همکارۍ په لټه کې دي.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د داعش په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې په دې وروستيو کې د افغانستان د فراه، هلمند، لوګر، زابل او يو شمېر شمالي ولايتونو کې د داعش د فعاليتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش ئ وسله والې ډلې قوماندان ملا عبدالرووف خادم تېره مياشت په هلمند کې د امريکا په يوه هوايي بريد کې ووژل شو.
دغه راز تېره ورځ د ملي دفاع وزارت وويل چې د ملا خادم ځاى ناستى حافظ وحيدي يې هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې وژلى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن