ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه ځانمرګي بريد ٧ تنه وژلي او ٤٦ نور يې ټپيان کړي

18 Mar 2015 - 13:58
18 Mar 2015 - 13:58

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ کب ٩٣): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د  ځانمرګي بريد له امله اوه تنه وژل شوي او ٤٦ نور ټپيان شوي دي.

د مازدا موټر په وسيله دا ځانمرګى بريد نن د (کب ٢٧مه) تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو په لښکرګاه کې وشو.

د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې بريد کې اوه تنه وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې ددې بريد له امله د ولايت مقام ډېرې برخې ويجاړې شوې دي او ډېرى مړي او ټپيان ملکي وګړي دي.

د رسوليار په وينا، په بريد کې د کرنې سرپرست رييس، د نادعلي ولسوال، د ګرشک پخوانى ولسوال، د ولايت وياند عمر ځواک ، د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ ددفتر مسوول او د بست مدني ټولنې مشر هم ټپيان شوي دي.

خو په هلمند کې د بست روغتون رييس نثار احمد بارک پژواک اژانس ته وويل چې ٢٠ ټپيان دوى  او ٢٦ نور ايمرجنسي روغتون ته ور وړل شوي دي.

هغه ډېرى ټپيان ملکي وګړي او دولتي مامورين ياد کړل او ويې ويل چې د ګڼ  شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د هلمند د ولايتي شورا رييس محمدکريم اتل پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ځانمرګي بريد موخه دى و؛ ځکه بريدګر خپل موټر ته د ده د کور مخې ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړى وايي چې په بريد کې د ده دوه ساتونکي ټپيان شوي، دوه مراجعين چې پلار او زوى وو، زوى وژل شوى او پلار يې ټپي دى.

ياده  چاودنه د ولايت مقام د غونډو د تالار دېوال ته څېرمه د سړک پر سر شوې ، چې له امله يې ددغه تالار او د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر ودانۍ ړنګې شوې دي.

دغه راز ددې زورورې چاودنې له امله په سيمه کې د سيکا موسسې ودانۍ ، د ولايتي شورا د رييس شخصي دفتر او يو شمېر نور کورونه هم ړنګ شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د لرې سيمو د کورونو ښيښې يې ماتې کړې او غږ يې اورېدل شوى دى.

د عبدالله په نامه يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې په خپله يې ١٥ مړي او ټپيان موټرو ته پورته کړي دي.

دغه راز ددې زورورې چاودنې له امله په سيمه کې دسيکا موسسې ودانۍ او يو شمېر نور کورونه هم ړنګ شوي دي.

دا ځانمرګى بريد په داسې حال کې شوې چې د هلمند ولايت مقام د  غونډو په تالار کې د انسان تښتونې په اړه يوه غونډه روانه وه، چې په کې  مرستيال والي محمد جان رسوليار، د ځينو دولتي او غير دولتي موسساتو مسوولينواو نورو کسانو برخه لرله.

د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر يوه غړي لعل محمد پژواک اژانس ته وويل چې د سرپرست والي د وياند عمر ځواک په ګډون د دوى د دفتر يو شمېر کارکوونکي ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه : (( عمر ځواک ما په خپله موټر ته پورته کړ او روغتون ته مو ولېږه، روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ و.))

وسله والو طالبانو د دغه ځانمرګي بريد مسووليت منلى او زياته کړې يې ده چې ګڼ شمېر دولتي ځواکونو او کار کوونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده چې په تېره يوه اوونۍ کې دا درېيم ځانمرګى بريد دى چې په لښکرګاه کې ترسره کېږي.

ولسمشر اشرف غني، ياد بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ويلي، د بې ګناه کسانو وژل، نه بښونکى جنايت دى، چې په هېڅ دين او قانون کې توجيه نه لري.

هغه زياته کړه، د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان بې ګناه خلک وژني، د مشروع قوې له هېڅ ډول استعمال څخه به درېغه ونه کړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version