ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرخندې د قتل په تور د نيول شويو کسانو دوسيې څارنوالۍ ته سپارل کېږي

26 Mar 2015 - 18:18
26 Mar 2015 - 18:18

کابل (پژواک ٦ ورى ٩٤): د فرخندې د قتل قضيې، حقيقت موندونکي کمېسيون د څېړنو پايلې څرګندوي، چې فرخندې قرانکريم ته اور نه دى ورته کړى او په دغه پېښه کې د شاملو ٢٧ شکمنو کسانو دوسيې به راتلونکې شنبه څارنوالۍ ته وړاندې شي.

٢٧ کلنه فرخنده، تېره اوونۍ په کابل کې د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو او ډبلو وروسته ووژل شوه چې وروسته يې بيا مړى د يادو کسانو له لوري وسوځول شو.

خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم سوځولى دى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او حقيقت موندونکى کمېسيون چې د يادې پېښې د څېړلو په موخه په دنده ګومارل شوي، د قرانکريم سوځول ردوي.

د حقيقت موندونکي کمېسيون مشر مولوي محي الدين بلوچ چې د فرخندې د قتل د قضيې څېړلو په موخه په دنده ګومارل شوى، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د کمېسيون څېړنې ښيي چې فرخندې قرانکريم ته اور نه دى ورته کړى او مظلومه واقع شوې ده.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه پورې د يادې پېښې په اړوند ٢٧ شکمن کسان نيول شوي، له دغو کسانو څېړنې بشپړې شوې او د هغوى دوسيې به راتلونکې شنبه لويې څارنوالۍ ته وسپارل شي، چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به محکمې ته وسپارل شي.

د حقيقت موندونکي کمېسيون مشر وايي، چې د دويمې حوزې د امر په ګډون ١٩ پوليس هم چې په ياده قضيه کې يې په خپله دنده کې بې پروايي کړې، له دندو ګوښه کړل شوي او له هغوى هم په دې اړه څېړنې روانې دي.

ياد کمېسيون له مولوي محمدعمر فاروقي، استاد سيد محمد حسين محقق زاده، فوزيه کوفي، شينکۍ کړوخېل، شهلا فريد، محبوبه سراج، نجيب الله عزيزي، شمس الله احمدزي، خپلواک ساپي او مجيب الرحمن خلوتګر څخه جوړ دى.

د ولسمشر د حکم پر بنسټ، ياد کمېسيون ته دنده ورکړل شوې چې دغه قضيه له شرعي او حقوقي اړخونو وڅېړي او بيا يي راپور ولسمشرۍ رياست ته وړاندې کړي.

مولوي بلوچ وايي، چې د خپلو څېړنو پايلې به ولسمشر ته وسپاري.

د ياد کمېسيون غړې فوزيه کوفي، هغه ادعاوې چې ګني فرخندې قرانکريم ته اور ورته کړى، غلطې وبللې او ويې ويل: ” هغه معلومات او سندونه چې د رسمي سرچينو له لوري زموږ په واک کې راکړل شوي او د کمېټې له لوري تر سره شوې څېړنې ښيي چې قرانکريم نه دى سوځول شوى او يواځې تر لاسه شوې سوځول شوې سيپارې، په فارسي ژبه باندې وې.”

هغې وويل، د کمېسيون څېړنې څرګندوي چې د فرخندې د قتل قضيه له وړاندې نه و طرحه شوى.

خو داسې اوازې شتون لري چې ګني دغه دسيسه د کابل ښار د وضيعت د ګډوډولو په موخه طرحه شوې وه، چې فرخنده يې قرباني شوې ده.

د سياسي چارو يوکارپوه عصمت قانع وايي، د هماغې ورځې له سهاره داسې اوازې وې چې يو شمېر کسان د ښار د وضعيت د ګډوډلو هڅه کوي او هماغه سهار د شاه دو شمشېره جومات مخې ته يو شمېر کوڅه ډبي چې له يو شمېر سره يې کوتکونه هم وو، تر سترګو کېدل.

هغه زياتوي، چې په ياده ورځ يې د شاه دو شمشېره جومات سره په نږدې سيمه کې د عينکو په يوه دوکان خپلې عينکې جوړولې او زياته يې کړه، کله يې چې له دغو کسانو په دې اړه پوښتنه وکړه؟ خو هغوى ورته ځواب ورنه کړ او لاړل.

په ياده سيمه کې يو شمېر پرچون پلورونکي هم ادعا کوي، چې دغه پېښه له وړاندې پلان شوې وه او کومه ورځ چې فرخنده ووژل شوه نو کوڅه ډبو کسانو له سهار راهيسې د جومات شاوخوا ته ګرځېدل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version