ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لويې څارنوالۍ د فرخندې د وژنې قضيې ته د څېړنې پلاوى وټاکه

28 Mar 2015 - 18:41
28 Mar 2015 - 18:41

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٤): لويه څارنوالي وايي، د فرخندې په وژنه کې د تورنو قضيه له کورنيو او بهرنيو امنيتي جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ او پوځي څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي او قضيه به د څېړنو له پشپړېدو وروسته، له قانون سره سم اړوندو محکمو ته وسپارل شي.

لويې څارنوالۍ اعلان وکړ، چې د فرخندې د وژنې دوسيه نن له غرمې وړاندې د لويې څارنوالۍ ادارې ته لېږدول شوې او په دې دوسيه کې د ٢٧ ملکيانو او ١٩ پوليس منسوبينو په ګډون ٤٦ تورن د لويې څارنوال پر حکم تر څېړنو لاندې لاندې دي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي، نن يوې خبري غونډې ته وويل، چې د فرخندې د دوسيې څېړنې ته يو پلاوى ټاکل شوى دى، څو اړوند موضوعات د هېواد د نافده قوانينو په رڼا کې په هر اړخيزه توګه وڅېړي.

هغه زياته کړه، چې د دې دوسيې موضوع په دوو برخو وېشل کېږي. د پوليسو د منسوبينو دوسيې د پوځي څارنوالۍ د معاونيت او د ملکي تورنو دوسيې د کورني او بهرني امنيت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ او لويې څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي

عزيزي وايي، د لويې څارنوالۍ ټولې کړنې په ځانګړې ډول د دې قضيې په اړه رڼې دي او له خلکو سره به شريکې شي. څارنوالي به د دې دوسيې څېړنې د قانون په رڼا کې تر يوې مياشتې پورې بشپړې کړي، خو د اړتيا په صورت کې دغه موده غځېدلى هم شي.

د لويې څارنوالۍ وياند اعلان وکړ، چې د دوى له څېړنې وروسته له قانون سره سم ټول موضوعات محکمو ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت د فرخندې د وژنې په تور د ٢٨ نيول شوو شکمنو دوسيې په رسمي توګه څارنوالۍ ته سپارلې دي.

مېرمن فرخنده، کابو لس ورځې وړاندې د کابل د شاه دو شمشېره  جومات مخې ته،  ځينو خلکو په وهلو ووژله او بيا يې د هغې جسد ته اور ورته کړ.

خلکو ويل چې فرخندې قران کريم ته اور اچولى، خو د ارشاد،حج او اوقافو وزارت  په دې اړه د حقيقت موندنې  ټاکل شوي کمېسيون ويلي، چې په ياده سيمه کې قران کريم نه دى سوځول شوى.

د فرخندې وژنې او سوځونې په هېواد دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه او اعتراضونه را پارولي او ټول د عدالت او د پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې نن ورځ د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني او د عدليې وزارت سرپرست وزير سيد يوسف حليم د فرخندې د وژنې په اړه د جزئياتو وړاندې کولو په موخه، خپلې عمومي غونډې ته ورغوښتي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version