ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه افغان سرتېري تر ٥٠٠٠ ډېر ماينونه شنډ کړي

29 Mar 2015 - 14:41
29 Mar 2015 - 14:41

لښکرګاه (پژواک، ۹ وری ۹۴): د هلمند د پوليسو د ماين شنډولو ډلې مرستيال ضياءالحق وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې په دغه ولايت کې تر ٥٠٠٠ ډېر ماينونه شنډ کړي خو هېڅکله هم د چارواکو له خوا نه دى ستايل شوى.

ضياءالحق زياتوي چې دغه شمېر ماينونه يې د تلاشۍ او پوځي عملياتو پر مهال پر لارو او کرندو کې شنډ کړي او “په هلمند کې هېڅ داسې عمليات نه دي ترسره شوي چې ده دې په کې ګډون نه وي کړى.”

هغه زياته کړه، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ماين شنډوونکي په توګه د هلمند د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي او په دې موده کې يې تر پنځو زرو ډېر ماينونه چې د دولت د مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي وو، شنډ کړي دي.

د نوموړي په خبره، سره له دې چې خطرناکه دنده ترسره کوي او هره شېبه يې ژوند په خطر کې وي، خو تر اوسه نه ولايتي چارواکو او نه هم د کورنيو چارو وزارت له خوا ستايل شوى دى.

د ده په وينا، چې په خپل دغه خدمت سره يې د زرګونو ملکي وګړو ، حکومتي چارواکو او سرتېرو ژوند ژغورلى دى.

ضياءالحق وايي، په دې وروستيو کې طالبان په ډېر مهارت ماينونه جوړوي چې د شنډولو پر مهال يې لږه تېروتنه د مرګ په قيمت تمامېږي. “خو موږ يې هم په شنډولو کې له نوو تخنيکونو کار اخلو، ډېر احتياط کوو.”

د هغه په خبره، چې په يادو ماينونو کې کارېدونکي توکي له پاکستانه راوړل کېږي.

ضياء الحق وايي چې په خپلې دندې کې د خونديتوب احساس نه کوي او ډېر کله د نامعلومو کسانو له خوا پر ټيلېفون ګواښل شوى او له دې امله يې کورنۍ هم تر سخت فشار لاندې ده.

بلخوا د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل هم مني چې ضياءالحق د پوليسو په ټولو عملياتو کې برخه اخيستې او خپله دنده يې په اخلاص ترسره کړې ده.

ملاخېل زياته کړه چې ضياءالحق د ماينونو په شنډولو سره د ډېرو ملکي کسانو او سرتېرو د مرګ ژوبلې مخه نيولې ده.

نوموړي د دغه پوليس د تشويقولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د ماين پاکانو لپاره د کورنيو چارو وزارت ځانګړې لايحه لري، خو سره له دې هم امنيه قومانداني به هڅه وکړي داسې پوليس پرسونل ونازوي.

ملاخېل له ضياءالحق او نورو هغو پوليسو چې د ماينونو په شنډولو کې برخه اخلي، له زړه مننه وکړه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version