کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د پکتيا سرپرست والي جمعه خان له خپلې دندې استعفا ورکړې، خو د ولسمشر له خوا يې استعفا نه ده منل شوې.
يوې حکومتي سرچينې چې د نوم نه اخيستو په شرط د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا والي جمعه خان همدرد له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
سرچينې زياته کړه چې د هغه استعفا پاڼه پرون ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسېدلې خو ولسمشر يې استعفا نه ده منلې.
دغه حکومتي سرچينه وايي چې ولسمشر د چارو ادارې مشر او نورو مسوولينو ته دنده سپارلې چې په دې اړه له جمعه خان همدرد سره خبرې وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
بلخوا په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د جمعه خان همدرد استعفا پاڼې کاپي خپره شوې ده.
دغه استعفا پاڼه چې په دري ژبه ليکل شوې، په کې د وري لسمه نېټه درج شوې ده.
همدرد په خپله استعفا کې له ولسمشر او نورو دولتي چارواکو مننه کړې چې پر يې باور کړى او ده ته يې د کار چانس ورکړ.
خو هغه زياته کړې چې له دې وروسته غواړي د هېواد په شمال کې د خپل ولس خدمت وکړي او تنظيمي چارې پرمخ بوځي.
بلخوا د پکتيا د ولايت مرستيال عبدالولي سهي د همدرد له استعفا بې خبري وښوده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن